Duniya 4 Logon Ki Hai

Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai

نو دا د کوم انسان بدن وو، هغۀ اِبنِ جُدعان ته اواز وکړو، اِبنِ جُدعان لا ژوندے وو، ګاؤنډي د خپل محسن مدد وکړو او هغۀ يـې د غار نه راويستو او کور ته يـې راوستو، کور ته چې راغلو نو هغۀ پوښتنه وکړه: اے اِبنِ جُدعان! تۀ هلته پۀ غار کښې تقريباً يوه هفته بند وې، دومره ورځې بغير د خوراک څښاک نه تۀ څنګه ژوندے وې؟ اِبنِ جُدعان ووئيل: تيارۀ ډيره وه، ما ته هيڅ نۀ ښکاره کيدل، البته روزانه به زما خُلې ته د پئيو يو جام راتللو، ما به هغه څښلو او د هغې پۀ وجه باندې زۀ ژوندے ووم خو د تيرو دوو ورځو نه پته نۀ لګي چې ولې د پئيو هٰغه جام راتلل بند شو۔ ګاؤنډي يـې ووئيل: زۀ پوهه شوم، تا ما له اوښه پۀ تحفه کښې راکړې وه، دوه ورځې مخکښې ستا ځامنو هٰغه اوښه زما نه واپس واخسته۔ ستا د راکړے شوې اوښې پئ به مونږه غريبانانو دلته څښل، د دې بدله تا ته هلته پۀ غار کښې ميلاؤيدله۔

مجھے ایسے عمل کی دے توفیق                                                                                                                                کہ  ہو  راضی  تری  رضا یاربّ!([1])

سُبْحٰنَ اللہ! دا ده د صدقې او د خيرات فائده۔۔۔!! مونږ له پکار دي چې څۀ نا څۀ صدقه کوو۔ څۀ پته لګي چې څۀ مشکل، نزدې راتلونکې پريشاني د دې پۀ برکت لرې شي۔

يوه بَله ښکلې واقعه واورئ!

مال يـې زيات شو

پۀ بني اسرائيلو کښې يو کَس وو، ډير غريب وو، يو ځل پۀ هغۀ باندې داسې وخت هم راغلو چې تر دريو ورځو پورې يـې هيڅ اونه خوړل۔ اخر پۀ دريمه ورځ د هغۀ ښځې يو درهم ورکړو او اوئې وئيل: لاړ شه او خوراک پرې راوړه۔۔۔!! هٰغه د دريو ورځو وږے کَس د خوراک اخستو د پاره بازار ته روان وو، پۀ لار کښې يو سوالګيرے ميلاؤ شو، هغۀ هٰغه درهم سوالګيري له ورکړو او خالي لاسونه کور ته راغلو۔ ښځې ته يـې ووئيل چې يو


 

 



[1]... ذوقِ نعت ، صفحہ:85۔