Duniya 4 Logon Ki Hai

Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai

نورو سره هم شيئر (Share) کړي! * حضرت اِمام جعفر صادق رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اهلِ بيتِ اطهار جليل القدر امام او د عِلم او د حکمت بے مثاله ستَنه وه۔ د هغوئي ژوند مبارک د تقویٰ، زُهد، عِلم او د خلقو د خدمت بهترينه نمونه ده۔ مکـتبة الـمدينه د هغوئي پۀ سيرت مبارک باندې يوه جامع او زړۀ راښکونکې رساله فيضانِ اِمامِ جعفر صادق چاپ کړې ده۔ تاسو دا رساله د مکـتبة الـمدينه د يوې څانګې نه پۀ 18 روپۍ پۀ بيعه واخلئ۔ پخپله يـې هم ولولئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان پۀ اخره کښې د سُنّتو فضيلت او د ژوند د يو څو ادابو بيانولو سَعَادت حاصلووم۔ تاجدارِ رسالت، شهنشاهِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                                                                        جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

د وعدې پابندي سُنَّت ده

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 2 فرامين مبارک دي: (1): څوک چې وعده نه پوره کوي، د هغۀ هيڅ ايمان نشته۔ ([2]) (2): کوم مسلمان چې د خپل ورور سره وعده خلافي وکړي پۀ هغۀ باندې د الله پاک او د فرښتو او د ټولو انسانانو لعنت دے۔ ([3])


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔

[2]... مصنف اِبْنِ اَبِی شیبہ، کتاب: الايمان،  جلد:7 صفحہ:223۔

[3]... بخاری، کتاب:جِزْیہ، صفحہ:815، حدیث:3179۔