Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
انداز پۀ باره کښې واوريدل! اوس يـې لږ د خرچ کولو د انداز پۀ باره کښې هم واورئ!
يو ځل د هغوئي پۀ خدمت کښې يو کَس حاضر شو، عرض يـې وکړو: پۀ ما باندې قرض اوختے دے۔ پوښتنه يـې وکړه: څومره قرض دے؟ اوئې وئيل: 700 درهم (يعنې د سپينو زرو سِکّے)۔ هغوئي فوراً د خپل وکيل (يعنې Cashier) پۀ نوم خط وليکلو او هٰغه کَس له يـې ورکړو او اوئې وئيل: لاړ شه! زما د وکيل نه رقم واخله۔ دې کَس خط واخستو او د وکيل خوا له لاړو۔ وکيل ترينه پوښتنه وکړه: پۀ تا څومره قرض دے؟ اوئې وئيل: 700 درهم۔ دا يـې چې واوريدل نو وکيل هٰغه کَس کښينولو او حضرت عبد الله بن مبارَک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته يـې پيغام وليږلو چې د دې کَس قرض خو 700 درهم دے خو تاسو خو پۀ خط کښې د 7 زره درهم ورکولو فرمائيلي دي۔ هغوئي پۀ غصه کښې وفرمائيل: تۀ زما وکيل يـې که زۀ ستا وکيل يم، څۀ چې مې ليکلي دي، پۀ هغې باندې عمل وکړه! ما ته حديثِ پاک رارسيدلے دے چې څوک خپل مسلمان ورور له ناڅاپه خوشحالي ورکړي، الله پاک هغۀ بخښي۔ پۀ دې حديثِ پاک باندې د عمل کولو د پاره ما وغوښتل چې دې کَس ته ناڅاپه خوشحالي ميلاؤ شي، ځکه مې د 7 زره درهمو ورکولو وليکل۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! اوس دلته هم وګورئ! د حضرت عبد الله بن مبارَک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ حديثونو باندې څومره ژور نظر وو، ظاهره ده چې هغوئي د دې حديثِ پاک نه خبر وو، نو ځکه هغوئي پۀ دې باندې د عمل کولو سعادت حاصل کړو، مونږ د داسې خبرو نه چرته خبريږو۔۔۔؟
خير! مونږ له پکار دي چې مونږه د ګټلو عِلم زده کړو او د لګولو احکام هم زده کړو۔
د اخستو او د خرڅولو حکمونه زده کړئ!
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * دارُ الافتا اهلسنت موبائل ايپلي کيشن موجود دے، پۀ دې کښې د نورو