Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم انداز مبارک وو چې د رَجب مياشت به کله تشريف راوړلو نو دا دُعا به يـې لوستله:
اَللّٰہُمَّ بَارِکْ لَنَا فِی رَجَبٍ وَّ شَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَان
ترجمه: اے الله پاکه! تۀ زمونږ د پاره پۀ رَجَب او شعبان کښې برکتونه عطا کړې او مونږ تر رمضان پورې ورسوې۔ ([1])
راځئ چې مونږه هم دا دُعا ولولو:
اَللّٰہُمَّ بَارِکْ لَنَا فِی رَجَبٍ وَّ شَعْبَانَ وَبَلِّغْنَا رَمَضَان
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
* د هر خالي پۀ ورځ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ مَدَني چينل باندې لائيو هفته واره مَدَني مذاکره کوي، د راتلونکې هفتې پۀ ورځ به هم د ماسخوتن د نـمانځه نه پس به (تقريباً 8:15 بجې) پۀ مَدَني چينل باندې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هفته واره مَدَني مذاکره کيږي، پۀ کومه کښې چې به شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د سوالونو جوابونه هم ورکوي۔ ټول ذِمه داران او عاشقانِ رسول پۀ دې مَدَني مذاکره کښې پخپله هم شرکت وکړئ او نورو له دې هم دعوت ورکړئ * شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه هره هفته د يوې دِيني رسالې د لوستلو اعلان کوي، پۀ راتلونکې هفته واره مَدَني مذاکره کښې به د بُخاري شريف وړومبے او اخري حديث رسالې اعلان کولے شي۔ دا رساله پخپله هم ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل ميډيا مثلاً واټس ايپ وغيره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د