Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
ډيرو دِيني معلوماتو سره سره پوره تجارت کورس هم بيل شامل کړے شوے دے، د دې نه علاوه د اخستو او د خرڅولو پۀ باره کښې فتوې هم موجودې دي، دا ايپلي کيشن پۀ خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ! * د دې نه علاوه پۀ مَدَني چينل باندې يو پروګرام هفته وار چليږي د کوم نوم چې دے: اَحکامِ تجارت۔ دا پروګرام اورئ، ګورئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د اخستو او د خرڅولو او د جديد مارکيټنګ پۀ باره کښې به ډير معلومات حاصل کړئ * پۀ بهارِ شريعت، جلد: 2، حصه: 11 د اخستو او د خرڅولو بيان ولولئ! پۀ دې کښې به هم د اخستو او د خرڅولو ډير احکام او مسئلې زده کړئ * پۀ 62 مخونو باندې يوه ډيره ښکلې رساله ده: تاجروں کے لئے کام کی باتیں دا رساله د مکـتبة الـمدينه نه پۀ بيعه واخلئ او اوئې لولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د اخستو او د خرڅولو پۀ باره کښې به ډير څۀ زده کړئ * او يوه مشوره ده: د دار الافتا اهلسنت نمبر د ځان سره ضرور محفوظ کړئ! چې کله درته هم څۀ مسئله راپيښه شي، د څۀ خاص صورت پۀ باره کښې که شرعي راهنمائي حاصلول وي نو کال وکړئ او د مفتيانو صاحبانو نه راهنمائي حاصله کړئ! پۀ دې باندې به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ډيرو ګناهونو نه هم بچ شئ او د عِلمِ دِين ډيره غټه خزانه به هم پۀ لاس درشي۔
د دا ر الافتاء نمبر: 03113993312۔
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
(2): د نیت اهمیت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه حديثِ پاک واوريدو، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: دُنيا د څلورو خلقو ده۔ پۀ دې کښې يـې د دوو مالدارانو ذِکر