Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
پۀ تفسير صراطُ الجنان کښې دي: پۀ دې آيت کښې د الله پاک پۀ لاره کښې د خرچ کوونکو فضيلت د يو مثال پۀ ذريعه بيانولے شي چې دا داسې دي لکه څنګه چې يو انسان پۀ زمکه کښې يوه دانه تخم واچوي د کوم نه چې 7 وَګي راټوکيږي او پۀ هر وَګي کښې 100 دانے پيدا کيږي۔ لکه چې د تُخم د يوې دانے پۀ طور د اچولو والا 700 چنده زيات حاصلوي، دغه شان چې کوم کَس د الله پاک پۀ لار کښې خرچ کوي الله پاک هغۀ ته د هغۀ د اخلاص پۀ لحاظ سره 700 چنده زيات ثواب عطا کوي او دا هم څۀ حد نۀ دے بلکې د الله پاک خزانې ډکې پرتې دي او هغۀ کريم او جوَّاد دے د چا د پاره چې وغواړي د دې نه هم زيات ثواب عطا کړي۔ ([1])
د نن نه تقريباً يو نيم،يا پاؤ کم دوه سوه کاله مخکښنۍ واقعه ده، د عربو د کلي اوسيدونکے يو کَس وو، د چا نوم چې اِبنِ جُدعان وو، د سپرلي پۀ موسم کښې يو ځل هغۀ د خپلو اوښانو شپول ته لاړو چې اوئې کتل: د هغۀ اوښان ډير څاربه تازه او صحت مند شوي دي۔ يوه اوښه خو ډيره صحت منده وه، دې پئ هم ډير کول، دا يـې چې وليدل نو د هغۀ سر د شُکر نه ښکته شو۔ بيا ناڅاپه هغۀ ته د څلورمې سيپارې د سُورۀ آل عمران دا آيت مبارک راياد شو:
لَنۡ تَنَالُوا الۡبِرَّ حَتّٰی تُنۡفِقُوۡا مِمَّا تُحِبُّوۡنَ ۬ؕ وَ مَا تُنۡفِقُوۡا مِنۡ شَیۡءٍ فَاِنَّ اللّٰہَ بِہٖ عَلِیۡمٌ (۹۲) (پارہ:4، سورۀ آلِ عمران:92)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تاسو به هيڅ کله نيكي اُونه مومۍ تر څو پورې چې د الله پۀ لاره کښې خپل خوښ څيز خرچ نۀ کړئ۔
هغۀ فيصله وکړه چې دا اوښه او د دې بچے به د الله پاک پۀ لاره کښې صدقه کووم۔ نو د