Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
وفرمائيل: عالِم مالداره د افضلي مرتبے والا دے، حضرت عبد الله بن مبارَک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې لوئي مثال دے۔
هغوئي ډير لوئي سوداګر وو، ظاهره ده چې ملازمان به يـې هم ډير ساتلي وو، د هغوئي عادت مبارک وو چې د هغوئي يو ملازم به سودا خرڅوله او درودِ پاک به يـې وئيلو نو هغوئي به د هٰغې سودا ګټه نۀ استعمالوله۔ فرمائيل به يـې: تا د الله پاک د رضا د پاره نۀ بلکې د خپل سامان د تعريف د پاره درود شريف ولوستلو او اخستونکي د سودا خوبۍ ته د کتلو سره نۀ بلکې ستا د درود نه متاثره شو او سودا يـې واخستله، ځکه دا سودا ټيک نۀ شوه۔ ([1])
څومره باريکه خبره ده۔ د سودا خرڅولو يعنې چې کله مونږه ګاهک ته سامان ښايو، پۀ هٰغه وخت کښې ذِکرُ الله کول، د سُبْحٰنَ اللہ! مَاشَآءَ اللہ! وغيره وئيلو نه منع فرمائيلے شوې ده۔ قربان شم! حضرت عبد الله بن مبارَک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شرعي احکامو نه څومره خبر وو۔
يو ځل هغوئي پۀ سفر باندې وو، پۀ يو ځائے کښې د نـمونځ وخت شو، هغوئي د اَس نه راکوز شو، هغه يـې پۀ يو ځائے کښې وتړلو او اودس يـې وکړو او نـمونځ يـې شروع کړو۔ چې کله يـې سلام وګرځولو او اوئې کتل نو د هغوئي اَس هلته کښي پۀ موجود يو پټي کښې ګَيا خوړله۔ اوئې فرمائيل: دا خوړل حرام دي، ځکه اوس زۀ پۀ اَس باندې سورلي نشم کولے، دا يـې چې ووئيل نو هغوئي د هٰغه پټي مالِک ولټولو، هٰغه ګَيا کومه چې اَس خوړلې وه، د هغې پۀ بدله کښې يـې هُم هٰغه اَس هغۀ له ورکړو، ځانله يـې نوے اَس واخستو او مخکښې روان شو۔ ([2])