Duniya 4 Logon Ki Hai

Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai

ته تشريف وړلو * مختلفو قبائلو ته به تللو او هم د نيکۍ دعوت به يـې ورکولو د دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول هم د دې ښکلې ادا د ادا کولو کوشش کوي * کور کور، دُکان دُکان ته ځي او د نيکۍ دعوت ورکوي * خلقو ته جومات ته د راتللو دعوت ورکولے شي * د نـمونځونو ترغيب ورکولے شي * مونږ دې ته علاقائي دوره وايـو۔ تاسو هم د عاشقانِ رسول سره پۀ شريکه علاقائي دوره کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پۀ سُنت باندې به د عمل کولو سعادت درنصيب کيږي * د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب به ميلاويږي * د حديثِ پاک مطابق د نيکۍ لارې ښودلو والا، د نيکۍ کولو والا پۀ شان دے ([1]) * که زمونږ د نيکۍ پۀ دعوت يو کَس هم نيک نـمونځ ګزاره جوړ شو نو يقين وکړئ! مزې به مو شي۔

شرابي د مَدَني قافلې مسافر جوړ شو  

د عاشقانِ رسول يوه مَدَني قافله (ګجرات، هندوستان) ته ورسيدله، قافله کښې شرکت کوونکو د علاقائي دورې د پاره د جومات نه بهر تشريف يوړلو، پۀ علاقائي دوره کښې پۀ يو شرابي باندې انفرادي کوشش وکړے شو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هٰغه شرابي د قافلې والؤ سره د جومات طرف ته روان شو، اِسلامي وروڼو د هغۀ سره دومره د ښه اخلاقو مظاهره وکړه چې هغۀ شپږ ورځې د مَدَني قافلې والؤ سره وو، د علاقائي دورې پۀ برکت او د عاشقانِ رسول د صحبت پۀ وجه هغۀ د ګناهونو نه توبه کړه، ګيره مبارکه يـې لويه کړه، عمامه شريف يـې هم پۀ سر کړه او د قافلو مسافر هم جوړ شو۔

گر آئے شرابی مٹے ہر خرابی                                                                        چڑھائے گا ایسا نشہ دینی ماحول

تُو آ بے نَمازی، ہے دیتا نمازی                                                        خدا کرم سے بنا دینی ماحول

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... ترمذی، ابواب العلم، باب ماجاء الدَّال...الخ، صفحہ:628، حدیث:2670۔