Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
زۀ د باغ د خيال ساتلو د پاره ساتلے يم، د دې د ميوو خوړلو خو مو راله هډو اجازت نۀ دے راکړے۔ ([1])
الله! الله! دا ده تقویٰ او پرهيزګاري۔۔۔!! غور وکړئ چې څومره باريکې خبرې دي، اوس دلته د دې خبرو عِلم چا ته وي۔۔۔؟ د شريعت احکام کله زده کوي چې پۀ هغې باندې عمل وکړے شي۔ کاش چې مونږ ته د ګټې صحيح طريقه معلومه شي۔ رښتيا خبره ده چې نن سبا د خلقو د ګټلو او الوځولو سره غرض دے، څنګه ګټل دي؟ نۀ ورسره د دې فِکر دے او خوړل او لګول څنګه دي، نۀ ورسره د دې فِکر دے۔
د حلالو او حرامو پۀ معامله کښۀ بے پروائي
د حديثِ پاک مطابق دا د قيامت پۀ نخښو کښې يوه نخښه ده، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: پۀ خلقو باندې به يوه داسې زمانه راشي چې د انسان سره به د دې خبرې څۀ پروا نۀ وي چې هغۀ (مال) د چرته نه حاصل کړو، د حرامو نه که د حلالو نه۔ ([2])
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک پۀ شرح کښې فرمائي: يعنې پۀ اخره زمانه کښې به خلق د دِين نه بے پروا شي، د خِيټې پۀ فِکر کښې به هر قِسمه وه انخلي، د امدن زياتولو، د مال جمع کولو فِکر به کوي، پۀ هر حرام او حلال اخستو باندې به زړور شي لکه څنګه چې نن سبا عام دي۔ ([3])
دا وخت واقعي ده چې راغلے دے۔ نن سبا څوک د حلالو او د حرامو فِکر کوي، بس