Duniya 4 Logon Ki Hai

Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai

يعنې اوس چې مخکښې مونږه کومه  ښکلې خبره اورو، زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حکم وکړو چې دا ياده کړئ۔۔۔!! ظاهره ده چې پۀ توجه سره يـې واورو نو ياده به يـې کړو، ځکه يـې پۀ توجه سره واورئ او کوشش وکړئ چې ياده يـې هم کړئ۔

وړومبے هٰغه درې خبرې پۀ کومو باندې چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قَسم ارشاد وفرمائيلو، اوئې فرمائيل: (1): مَا ‌نَقَصَ ‌مَالُ ‌عَبْدٍ مِنْ صَدَقَةٍ يعنې پۀ صدقه کولو د انسان مال نۀ کميږي (2): وَلَا ظُلِمَ عَبْدٌ مَظْلِمَةً فَصَبَرَ عَلَيْهَا إِلَّا زَادَهُ اللَّهُ عِزًّا يعنې پۀ کوم بنده باندې چې ظُلم وکړے شي، بيا هغۀ پۀ هغې باندې صبر وکړي نو الله پاک هُم د هغۀ عزت زياتوي        (3): وَلَا فَتَحَ عَبْدٌ بَابَ مَسْأَلَةٍ إِلَّا فَتَحَ اللَّهُ عَلَيْهِ بَابَ فَقْرٍ يعنې بنده د سوال دروازه نه برسيره کوي خو الله پاک پۀ هغۀ باندې د غريبۍ او تنګ دستۍ دروازه برسيره کړي۔

دا درې هٰغه خبرې وې، پۀ کومو باندې چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے   صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قَسم ارشاد وفرمائيلو۔ بيا يـې وايو چې مونږ ته يادې شي: (1): صدقه مال نۀ کموي (2): مظلوم که صبر وکړي نو الله پاک د هغۀ عزت زياتوي (3): کوم بنده چې پۀ ځان باندې د سوال دروازه برسيره کړي، الله پاک پۀ هغۀ باندې د غريبۍ دروازه برسيره کوي۔

دُنيا د څلورو خلقو ده

اوس هٰغه خبره کومه چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته ارشاد کړله، اوئې فرمائيل: (اے زما صحابؤ!) بے شکه دُنيا د څلورو خلقو ده (1): هٰغه بنده کوم ته چې الله پاک مال هم عطا کړے دے، عِلم يـې هم عطا کړے دے، هغۀ د خپل مال پۀ معامله کښې د الله پاک نه ويريږي، د مال پۀ ذريعه باندې صِله رحمي کوي،