Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
زاهد، د دُنيا نه بے رغبتۍ لرونکے هغۀ دے څوک چې دُنيا ته د کوزيدو سره هم خپل زړۀ د دُنيا نه بچ کوي۔
اخستل او خرڅول د کَرَه کَتنې يوه پيمانه ده
سيِّدُنا امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: تجارت د کَرَه کَتنې يوه پيمانه ده، د دې پۀ ذريعه باندې د انسان دِين او تقویٰ ازمائيلے کيږي۔ چا عربي شاعر وئيلي دي:
لَایَغُرَّنَّکَ مِنَ الْمَرْءِ قَمِیْصٌ رَّقَّعَہٗ اَوْ اِزَارٌ فَوْقَ کَعْبِ السَّاقِ مِنْ رَّفْعِہٖ
اَوْ جَبِیْنٌ لَّاحَ فِیْہِ اَثْرٌ قَدْ قَلَعَہٗ وَلَدَی الدِّرْھَمِ فَانْظُرْ غَیَّہٗ اَوْ وَرْعَہٗ
ترجمه: يعنې د چا پيوند شوے قميص، د ګِيټو نه بره پرتوګ، د تندي پړقا او پۀ تندي باندې د سجدو نخښې دې تا دوکه نۀ کړي، که د چا تقویٰ او پرهيزګاري ليدل غواړې نو د دِرهم او د دِينار (مثلاً د مال او د دولت د لين دَين) پۀ وخت به د هغۀ کَرَه کَتنه (د دِين او تقویٰ امتحان وشي)۔ ([1])
ځکه خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! متقي جوړيدل، پرهيزګاره جوړيدل، د هغې د پاره لکه څنګه چې نـمونځونه کول ضروري دي، داسې د اخستو او د خرڅولو د احکامو او مسئلو زده کولو او پۀ هغې باندې عمل کول هم ډير ضروري دي۔
مونږه د حضرت عبد الله بن مبارَک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او د هغوئي د والد صاحب د ګټلو د