Duniya 4 Logon Ki Hai

Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai

دا آيت مبارک د هغوئي پۀ باره کښې دے څوک چې مال جمع کوي خو د هغې حقونه نۀ ادا کوي، زکوٰة نۀ ادا کوي۔ د هغوئي پۀ باره کښې يـې وفرمائيل: د هغوئي د پاره دردناک عذاب دے، د قيامت پۀ ورځ باندې به د دوئي دا مال پۀ دوزخ کښې تودولے شي، بيا به پۀ دې باندې د هغوئي تندي، ډډې او ملاګاني داغلے کيږي۔ ([1])

د مال د حقونو نۀ ادا کولو عذاب

د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، اخري نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّد عربي     صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد وفرمائيلو: کوم کَس چې د سرو سپينو زرو مالِک وي او د هغې حق نۀ ادا کوي نو چې کله د قيامت ورځ شي د هغۀ د پاره به د وور غټې ټوټې جوړولے شي پۀ هغې باندې به د دوزخ وور بَل  کړے شي او پۀ هغې باندې به د هغۀ ډډې او تندے او ملا داغلے کيږي، چې کله يخيږي نو بيا به هم هٰغسې کولے شي۔ دا معامله د هٰغې ورځې ده د کومې مقدار چې 50 زره کاله دے تر دې پورې چې د بندګانو پۀ مينځ کښې فيصله وشي۔ ([2])

الله! الله! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ! دا څومره سخت عذاب دے۔ الله پاک دې مونږه د دې نه محفوظ کړي۔ که الله پاک درته مال عطا کړے دے نو د دې حقونه لازمي ادا کړئ!

د مال درې حقونه

بنيادي طور د مال پۀ باره کښې درې قِسمه حقونه دي: (1): حقُ اللہ يعنې د الله پاک حق، هغه دا چې بنده مال پۀ حلاله ذريعه وګټي او هُم پۀ حلاله ذريعه باندې يـې ولګوي (2): حقُ الْفَرْد، يعنې پخپله د مالدارۍ حق، هغه دا چې مال پۀ فضولياتو کښې ضائع


 

 



[1]... صراط الجنان، پارہ:10، سورۂ توبہ، زیرِ آیت:34-35، جلد:4، صفحہ:112-115 ملتقطاً۔

[2]...   مسلم، کتاب الزکوۃ، باب اثم مانع الزکاۃ، صفحہ:354، حدیث:987 ۔