Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
مال راتلل پکار دي، د چرته نه چې هم راځي۔۔۔!!
اَلْاَمَان وَالْحَفِیْظ! الله پاک دې زمونږه پۀ حال باندې رحم وکړي۔ مال څنګه ګټل دي، مونږ له دا هم زده کول پکار دي او لګول څنګه پکار دي، دا هم زده کول دي۔
د زُهد پۀ موضوع باندې نا اشنا کتاب
د امام اعظم، امام ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه قابل شاګرد امام محمد بن حَسَن شَيبَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته يو ځل چا عرض وکړو: عالي جاه! تاسو د زُهد (يعنې د دُنيا نه د بے رغبتۍ) پۀ موضوع باندې يو کتاب وليکئ! اوئې فرمائيل: ما پۀ دې موضوع کتاب ليکلے دے۔ پوښتنه يـې وکړه: هغه کوم يوکتاب دے؟ اوئې فرمائيل: کِتَابُ الْبیُوْع يعنې زما هٰغه کتاب پۀ کوم کښې چې د اخستو او د خرڅولو احکام بيان کړے شوي دي۔ ([1])
يعنې څوک چې د اخستو او د خرڅولو د احکامو نه خبر نۀ وي، هغۀ د حرامو نه نشي بچ کيدے او څوک چې د حرامو نه نشي بچ کيدے نو هغۀ به زاهد څنګه جوړيږي؟ معلومه شوه چې پۀ اصل کښې زاهد، د دُنيا نه بے رغبتۍ لرونکے، د دُنيا د محبت نه بچ کيدونکے، متقي پرهيزګاره هغۀ دے څوک چې پۀ اخستو او خرڅولو کښې د شرعي احتياط نه پۀ کار اخستو کښې کامياب شي۔ بازار پۀ اصل کښې هٰغه ځائے دے چرته چې د دُنيا او د مال او دولت محبت خپل رنګ ښکاره کوي، پۀ غرونو او غارونو کښې يواځې پاتې کيدل او عبادت کول نسبتاً اسان دي خو پۀ بازار کښې چې کله شيطان د پوره لښکر سره حملې کوي، نفسِ اَمَّاره (پۀ ګناهونو راغب کوونکے نفس) غول کوي، د مال او د دولت محبت پۀ زور کښې وي، هٰغه وخت د نفس او د شيطان د حملو نه بچ کيدل او پۀ پوره ايماندارۍ او د شرعي احکامو خيال ساتل ډير مشکل وي، ځکه اصلي