Duniya 4 Logon Ki Hai

Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تِرمذي شريف کوم چې د حديثِ پاک ډير مشهور کتاب دے، پۀ دې کښې ډير ښکلے حديثِ پاک دے، نن به مونږه اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې حديثِ پاک د اوريدو او د دې نه د سبق حاصلولو سعادت حاصلوو۔ د الله پاک نه دُعا ده چې رَبِّ کريم دې مونږ ته * د دِيني خبرو پۀ صحيح طريقه د اوريدو * زړۀ ته د کوزيدو * پۀ دې باندې د عمل کولو * او نورو ته د رسولو توفيق راعطا کړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

راځئ چې حديثِ پاک واورو:

3 قسمیه خبرې

صحابئ رسول حضرت اَبُو کَبشَه اَنماري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ما د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلي دي: درې خبرې دي پۀ کومو باندې چې زۀ قَسم خورم او يو حديث دے کوم چې زۀ ستاسو پۀ مخکښې بيانووم، دا ياد کړئ۔۔۔!!


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔