Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى د هر کَس د پاره هٰغه څۀ دي، د څۀ چې هغۀ نيت وکړو۔ ([1])
هٰغه اِسلامي وروڼه کوم چې غريبانان دي، که چرې مونږه خپل نيتونه صحيح کړو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير زيات ثواب به پۀ مفتو کښې پۀ ګټلو کښې کامياب شو۔
د غر همره د سرو زرو خرچ کولو ثواب
پۀ روايتونو کښې دي: پۀ مخکښينۍ زمانه کښې يو ځل قحط شو، بارانونه نۀ کيدل، خشکه شوه ، خلق د لوږې د لاسه بے حاله وو۔ پۀ داسې حالاتو کښې يو کَس چرته پۀ يو ځائے تيريدلو، هغۀ د شګو يو غټ ډيرے وليدلو، د ډيرې ليدلو سره يـې پۀ زړۀ کښې ارمان وکړو، هغۀ سوړ اسويلے وکړو او اوئې وئيل: کاش چې دا ډيرے د سرو زرو وے، زما پۀ ملکيت کښې وے نو ما به دا ټول سره زر پۀ خلقو باندې تقسيم کړے وے۔ د هغۀ (دا ښه نيت قبول شو، الله پاک د هٰغه وخت نبي عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي وليږله چې دۀ ته وفرمايئ! ستا) د دومره ښه او رښتوني نيت پۀ وجه باندې تا ته هُم د دومره سرو زرو صدقه کولو ثواب درعطا کړے شو۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د ښه نيت برکت۔۔۔!! افسوس چې اوس دلته حالات بدل شوي دي، مالداره خلق چې وه وينو نو زمونږه پۀ زړۀ کښې لالچ راځي خو څۀ ؟ ځکه چې فلانکے ډير مالداره دے، کاش چې زما سره هم دومره مال وے * هغۀ عيش کوي، زۀ به هم عيش کووم * د هغۀ پۀ کور کښې ډيره غټه ايل سي ډي ده، فلم کتل پرې ډيره مزه کوي * چې زما سره هم پيسې وے نو ما به هم پۀ دومره غټه ايل سي ډي باندې فِلم کتو * هغۀ د ډانسونو کلب ته ځي، چې زما سره پيسې وے نو زۀ به هم تلم * هغۀ خو