Book Name:Duniya 4 Logon Ki Hai
د مال پۀ باره کښې د الله پاک حقونه څۀ دي، پۀ دې هم پوهيږي فَهَذَا بِاَ فْضَلِ المَنَازِلِ يعنې دا د ډيرې افضلې مرتبے والا بنده دے (2): هٰغه بنده کوم ته چې الله پاک عِلم خو عطا کړے دے خو مال يـې نۀ دے ورکړے فَهُوَ صَادِقُ النِّيَّةِ بس هغۀ رښتوني نيت والا دے، وائي: کاش چې زما سره مال هم وے نو ما به د فلانکي (مالداره عالِم) پۀ شان عمل کولے (يعنې لکه څنګه چې مالداره عالِم پۀ نيک کارونو کښې مال خرچ کوي، ما به هم داسې کول) فَهُوَ بِنِيَّتِهِ فَأَجْرُهُمَا سَوَاءٌ بس دا پۀ خپل نيت باندې دے، د دې دواړو ثواب يو شان دے (3): هٰغه بنده کوم له چې الله پاک مال خو ورکړے دے خو عِلم يـې نۀ دے ورعطا کړے، هغۀ خپل مال ګډ وډ کوي، نۀ پۀ دې باره کښې د الله پاک نه ويريږي، نۀ صِله رحمي کوي، نۀ پۀ دې پوهيږي چې د مال پۀ باره کښې د الله پاک حقونه څۀ دي؟ فَهَذَا بِاَخْبَثِ المَنَازِل دا پۀ بدترينه درجه کښې دے (4): هٰغه بنده کوم له چې الله پاک نۀ مال ورکړو، نۀ يـې عِلم ورکړو، هغۀ وائي: کاش چې زما سره مال وے نو ما به د فلانکي (يعنې بے عِلمه مالداره) پۀ شان (پۀ فضولياتو او د ګناهونو نه پۀ ډکو کارونو کښې) خرچ کولو فَهُوَ بِنِيَّتِهِ فَوِزْرُهُمَا سَوَاءٌ بس دا پۀ خپل نيت باندې دے، د دې دواړو وبال يو شان دے۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ! څومره جامِع حديث شريف دے، زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ يو څو مختصرو جملو کښې د عِلم څومره سمندر راګير کړے دے، پۀ مونږ کښې که هر څوک هغۀ که مالداره دے او که غريب دے، عالِم دے او که جاهل دے، د مالداره کيدو خوبونه ويني او که پۀ خپله غريبۍ باندې صبر کوي، غرض دا چې د معاشرې د هر کَس د پاره پۀ دې کښې راهنمائي ده۔
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زمونږه د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ، پۀ مختصرو جملو