Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

يو روايت دا هم دے چې کله خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د الله پاک پۀ بارګاه کښې حاضر شو نو رَبِّ کائنات وفرمائيل: محبوبه! چې څۀ غواړې وغواړه! سوال به ستاسو او عطا به زمونږه وي۔

بيا د خُدائے محبوب  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ته غوښتل خو وو خو لږ د محبت د ناز اظهار يـې وکړو، عرض يـې وکړو: * يا الله پاکه! پۀ فرښتو خو سجده حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام ته وکړے شوه، اوس زۀ څۀ وغواړم؟ رَبِّ کريم وفرمائيل: خوږه محبوبه! پۀ اَصل کښې خو ستاسو نُور د هغوئي پۀ تندي کښې ځليدلو، ځکه پۀ هغوئي باندې هغۀ ته سجده وکړے شوه * عرض يـې وکړو: اِلٰہی! زۀ اوس څۀ وغواړم۔۔۔!! اوچت مقام خو حضرت ادريس عَلَیْهِ السَّلَام ته عطا کړے شوے دے۔ ارشاد وشو: محبوبه! هغوئي ته پۀ اسمانونو کښې اوچت مقام ځکه ورکړے شو  چې پۀ ننۍ شپه هغۀ تا ته هرکلے ووائي * عرض يـې وکړو: مولیٰ! حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام خو مو نَجِیُّ اللہ جوړ کړے دے۔ اوئې فرمائيل: محبوبه! هغوئي هم ستاسو پۀ وسيله دُعا کړې وه، ځکه د هغوئي دعا قبوله کړے شوه * عرض يـې وکړو: مولیٰ! خليل خو حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام جوړ کړے شوے دے؟ ارشاد وشو: خوږه محبوبه! ستاسو نُور د هغوئي پۀ تندي کښې ځليدلو، ځکه هغوئي ته دا مقامات عطا کړے شول * عرض وکړے شو: اے کريم مالِکه! تا خو کليم حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام جوړ کړے دے۔ اوئې فرمائيل: محبوبه! هغوئي ته پۀ طُور غر باندې د کلام شرف عطا کړے شوے وو، او تاسو د مِعراج د پاره را اوبللے شوئ او تاسو ته د بغير د پردې نه د کلام شرف عطا کيږي *عرض يـې وکړو: مولیٰ! بے مثاله بادشاهت خو حضرت سليمان عَلَیْهِ السَّلَام ته عطا کړے شوے دے، ارشاد وشو: محبوبه! تاسو ته مقامِ محمود عطا کړے شوے دے۔

دا لکه چې د خوږ آقا  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د طرف نه اظهار وو چې اے کريم مالِکه د ټولو نه اوچته مرتبه، د ټولو نه زيات شانونه، د ټولو نه زيات عظمتونه خو هم ما ته راعطا کړے شوي