Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi

دي، اوس باقي د غوښتلو څۀ پاتې دي، ځکه زۀ د خپل ځان د پاره هيڅ نۀ غواړم، آؤ! يو څيز دے کوم چې غوښتل دي، هغه څۀ دي؟ پۀ روايت کښې دي: محبوبِ کريم  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ عرض وکړو: یَا رَبِّ! فَاَقْبِلْ شَفَاعَتِیْ فی عُصَاۃِ اُمَّتِیْ يعنې اے الله پاکه! (چې آدم عَلَیْهِ السَّلَام    ته سجده زما د نُور پۀ وجه وکړے شوه، د نُوح عَلَیْهِ السَّلَام دُعا زما پۀ وسيله قبوله کړے شوه، إبراهيم    عَلَیْهِ السَّلَام   خليل زما د نُور پۀ برکت جوړ کړے شو، ما ته د موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام   نه اوچت مقام راعطا کړے شو، ما ته مقامِ محمود راعطا کړے شو، چې دومره هر څۀ دې راعطا کړل نو بس اے کريم مالِکه!) بيا زما د ګنهګارانو اُمَّتيانو پۀ حق کښې زما شفاعت هم قبول کړه۔ الله پاک وفرمائيل: اے خوږه محبوبه! زما دې زما پۀ عزت باندې قَسم وي! * چې ستاسو اُمَّتيان ګناه کوي نو زۀ به پرې پرده اچووم * چې هغوئي زما نه بخښنه غواړي، زۀ به يـې بخښم * چې زما نه مدد غواړي، زۀ به يـې مدد کووم * او چې کله هغوئي زما نه سوال کوي نو زۀ به يـې قبلووم۔ ([1])

بندوں کو کسی وقت بھی دِل سے نہ بھلایا                                       ہے اُمّتِ عاصی پہ عجب پیار تمہارا

اُمّت بھی تمہاری ہوئی اللہ کو پیاری                                                        اللہ سے وہ پیار ہے سرکار تمہارا

اللہ نے وعدہ یہ کیا ہے شبِ معراج                                                     دوزخ میں رہے گا نہ گنہگار تمہارا

اے عاصیو! تم اپنے گناہوں سے یہ کہہ دو                                سرکارِ مدینہ ہے خریدار تمہارا

        سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره ښکلے شان دے زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ۔۔۔!! د الله پاک پۀ پاکه بارګاه کښې حاضري ده، پۀ خاص تنهايۍ کښې د کلام کولو شرف عطا کيږي، رَبِّ کائنات چې د غوښتلو وفرمائيل نو خوږ محبوب  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ څۀ وغوښتل۔۔۔؟ زمونږه د غلامانو د بخښنې سوال يـې وکړو۔


 

 



[1]...1البلبل1الصادِی،1ص:12