Book Name:Shab e Meraj Aur Deedar e Ilahi
مونږ له هم پکار دي چې هر وخت هٰغه خوږ آقا صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ يادوو * چې جامې اغوندو نو يادول پکار دي چې زما محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ به جامې څنګه اغوستلې؟ وړومبے به يـې د ښۍ لاس لستوڼے اغوستلو، بيا به يـې بَل لستوڼے اغوستلو، بيا به يـې نور قميص پۀ غاړه کولو * چې کله پۀ سَر باندې ويښته وه وينو نو يادول پکار دي چې زمونږه آقا صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ به زلفې ساتلې، ما ته هم د خوږ مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ پۀ ياد کښې زلفې يادول پکار دي * چې کله پۀ آئينه کښې خپل مخ وه وينو نو يادول پکار دي چې زمونږه د خوږ محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ خو يو موټے ګيره مبارکه وه، ما ته هم د خوږ مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ پۀ ياد کښې دا خوږ سُنَّت پۀ خپل مخ باندې پريښودل پکار دي * کله چې کور ته داخليږو نو يادول پکار دي چې محبوبِ کريم صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ به کور ته د داخليدو پۀ وخت ښۍ ښپه مبارکه دننه کوله * چې کله خوراک کوو نو يادول پکار دي چې خوږ آقا صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ به پۀ ناسته، ښۍ زنګون اوچت کړو، پۀ بَل زنګون باندې به يـې کيښودلو او خوراک به يـې کولو، بِسمِ الله به يـې لوستله او خوراک به يـې کولو، چې دا سُنَّت مونږ ته هم ياد شي * خوږ محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ به څنګه ګرځيدلو؟ چې مونږه ګرځو نو د خوږ مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ياد پۀ زړۀ کښې راتلل پکار دي * خوږ محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ به څنګه کښيناستلو؟ چې مونږه کښينو نو د خوږ مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ناسته پۀ زړۀ کښې راياده کړو * خوږ محبوب صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ به پۀ بستره مبارکه باندې څنګه ارام فرمائيلو، چې کله مونږه اوده کيږو نو مونږ ته د خوږ مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ياد راتلل پکار دي۔ داسې چې مونږه سُنَّت زده کړو، پۀ دې باندې بيا بيا عمل وکړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ياد به