Book Name:Faizan e Imam e Azam
اَلْاَمَان وَالْحَفِیْظ...!! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! واقعي ده چې دا شرعي مسئله ده، څوک چې د عالِم سره د هغۀ د عِلمِ دِين پۀ وجه بغض کوي، هغۀ د اِسلام نه ووځي۔ ځکه مونږ له پکار دي چې هميشه د ټولو عاشقانِ رسول علمائے کرامو او د ټولو اوليائے کرامو ادب کوو، د چا پۀ باره کښې هم څۀ سپکه خبره نۀ کوو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته يوه شرعِي مسئله هم پۀ ذهن کښې ساتئ چې تقليد يعنې پۀ اَئِمَّۂ مُجْتَہِدِیْن و کښې د يو تابعداري کول واجب دي، ضروري دي۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَ اَطِیْعُوا الرَّسُوْلَ وَ اُولِی الْاَمْرِ مِنْكُمْۚ (پارہ:5، سورۀ نساء:59)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ايمان والؤ! د الله فرمانبرداري وکړئ او د رسول فرمانبرداري وکړئ او د هغوئي څوک چې پۀ تاسو کښې حکومت والا دي۔
د دې آيت پۀ تفسير کښې دي چې دلته د اُولیِ الاَمرِ (يعنې حکومت کوونکو) نه مُراد عالِمان او فقهائے کرام دي۔ ([1])
پۀ تفسيرِ نعيمي کښې دي: يعنې اے ايمان والؤ۔۔۔!! که چرې ستاسو پۀ څۀ مسئله کښې اختلاف پيدا شي او هٰغه مسئله پۀ کتاب او سُنَّت کښي ميلاؤ نشي نو تاسو د اُولیِ الاَمرِ (يعنې د اُمَّت د عالمانو) پيروي وکړئ [يعنې پۀ هغوئي پسې روان شئ]۔۔۔!! د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ پۀ دې خبره د يو مثال پۀ ذريعه پوهه کړي يو او ليکلي يـې دي: که چرې تاسو له د لامبو وهلو چل نۀ درځي نو