Book Name:Faizan e Imam e Azam
دے، پۀ يو روايت کښې دي: شَعبَانُ الـمُعَظَّم د الله پاک پۀ حُضُور کښې عرض وکړو: يا رَبَّه! تا زۀ د دوو عظمتونو والا مياشتو (رجب او رمضان) پۀ مينځ کښې ساتلې يم، زما د پاره څۀ دي؟ اوئې فرمائيل: ما پۀ تا کښې د قرآن تلاوت کيښودے دے۔ ([1]) * پۀ روايت کښې دي: د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم معمول وو چې څنګه به د شَعبَانُ الـمُعَظَّم مياشت راغله نو پۀ پوره توجه سره به د قرآن پۀ تلاوت کښې مصروفه کيدل۔ ([2])
کاش چې زمونږه هم توفيق نصيب شي، مونږه هم پۀ دې مبارکه مياشت کښې پۀ کثرت سره تلاوت کوونکي جوړ شو۔ اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم ۔
دے شوقِ تلاوت دے ذَوقِ عبادت
رہوں بَاوُضو میں سدا یاالٰہی! ([3])
د شَعبَانُ الـمُعَظَّم دريم اهم عبادت نفل روژې دي۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ به د رَمَضَانُ المُبَارَک نه پس د ټولو نه زياتې روژې پۀ شَعبَانُ الـمُعَظَّم کښې خوښولې۔ د مسلمانانو خوږه مور جانه، حضرت عائشه صِدِّيقه طيبه طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: د الله پاک آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ما پۀ شعبان کښې زيات پۀ بَله مياشت کښې پۀ روژو نيولو نۀ وو ليدلے، نبي کريم صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ به د يو څو ورځو نه علاوه ټوله مياشت روژې نيولې۔ ([4]) يو ځل د رسول الله صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ پۀ خدمت کښې پوښتنه وشوه: د رمضان نه پس کومې روژې افضل