Faizan e Imam e Azam

Book Name:Faizan e Imam e Azam

شي، د چا چې به پۀ راتلونکې کال کښې رُوح قبض کولے شي۔ ([1]) * د دې مبارکې مياشتې پۀ پينځلسمه شپه الله پاک د بَنُو کَلب د چيلو د ويښتو برابر خلقو ته بخښنه کوي او هغوئي د دوزخ نه ازادوي۔ ([2])

 الله پاک دې پۀ دې مبارکه مياشت کښې مونږ ته د ډير زيات اِستغفار کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم ۔

بَراءَ ت دے عذابِ قبر سے نارِ جہنم سے              مہِ شعبان کے صدقے میں   کر فضل و کرم مولیٰ([3])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                                  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: د تفسير اوريدو او بيانولو حلقه

اے د خوږ نبي صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ عاشقانو!  پۀ زړۀ  کښې د عشقِ رسول زياتولو، پۀ سنتو باندې د تللو، د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو د پاره د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي ديني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ او د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې هم ښه پوره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دين او دنيا بے شميره خيرونه به درنصيب شي۔ د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار د تفسير اوريدو او بيانولو حلقه هم ده۔ * قرآنِ مجيد زده کول ډير د فضيلت کار دے: * پۀ حديثونو کښې داسې مضمون دے: پۀ داسې حال کښې سبا کړه چې يا خو تۀ عالِم يـې او يا د دِين طالبِ عِلم ([4]) * د يو روايت مطابق سحر د قرآنِ مجيد يو آيت زده کول د 100 رکعاته نفلو نه بهتر


 

 



[1]... جامع صغیر، صفحہ:369، حدیث:5964۔

[2]... الترغیب والترہیب، کتاب الصوم، باب الترغیب فی صوم شعبان، صفحہ:351، حدیث:11۔

[3]... وسائلِ بخشش، صفحہ:98۔

[4]... دارمی، المقدمۃ، باب فی ذھاب العلم، صفحہ:96، حدیث:254۔