Faizan e Imam e Azam

Book Name:Faizan e Imam e Azam

شوې ده، ځکه د هغوئي عِلم هُم عِلمِ لَدُنِّي دے۔

سِراج تو ہے بغیر تیرے جو کوئی سمجھے حدیث و قرآں

پھرے بھٹکتا نہ پائے رستہ  اِمامِ اعظم ابو حنیفہ ([1])

وضاحت: د الله پاک د جناب نه هغوي رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  ته داسې عِلم ميلاؤ شوے دے د کوم پۀ وجه چې هغوي رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  د عِلم د اسمان ځليدونکے ستورے دے،د هغوي د رڼا نه بغير چې څوک پۀ قرآن او حديث باندې د پوهيدو کوشش کوي هغۀ به بے لارې کيږي او داسې به بے لارې شي چې هغۀ ته به لاره هم نۀ ميلاؤيږي۔

د دانو نه د ډک انار مثال

حضرت محمد بن سَائِب رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  فرمائي: ما پۀ مخکښينو اسماني کتابونو کښې پۀ يو کتاب کښې لوستلي دي چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ پۀ اُمَّت کښې به ابو حنيفه [رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  ] د حکمت او عِلم نه داسې ډک انسان وي، لکه څنګه چې انار د دانو نه ډَک وي۔ ([2])

د عِلم پۀ اسمان باندې د څوارلسمې سپوږمۍ

حضرت کَعبُ الاَحبَار رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  تابعي بزرګ دے، هغوئي فرمائي: ما پۀ مخکښينو اسماني کتابونو کښې د دې اُمَّت د عالِمانو او فقهاؤ نومونه لوستلي دي، پۀ هغې کښې د نعمان بن ثابت پۀ نوم د عالِم ذِکر هم موجود وو، د هغوئي پۀ باره کښې پۀ مخکښينو اسماني کتابونو کښې ليکلے شوي وو: دا به پۀ خپله زمانه کښې د ټولو عِلم والؤ اِمامِ وي، د دوئي شخصيت به د عِلم پۀ اسمان باندې د څوارلسمې د سپوږمۍ پۀ شان ځليږي، خلق به د دوئي پۀ ژوند


 

 



[1]... دیوان سالک، صفحہ:96۔

[2]... مناقب اِمامِ اِمامِ اعظم، ص:53۔