Faizan e Imam e Azam

Book Name:Faizan e Imam e Azam

که اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  غوښتلے نو هغۀ له يـې کپړې هم ورکولے شوې، هغۀ له يـې مال هم ورکولے شو خو هغوئي د هٰغه کَس پۀ نوم باندې تجارت وکړو، پۀ دې کښې څۀ حکمت وو، چې پۀ دې باره کښې د هغوئي نه پوښتنه وکړے شوه نو اوئې فرمائيل: هغۀ وئيلي وو: پۀ ما باندې احسان وکړئ! نو د احسان (يعنې د ښيګړې) هم دغه شکل وو۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره ښکلې خبره ده، هٰغه کَس د مدد غوښتو د پاره راغلے وو خو اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  د هغوئي سره کمال ښيګړه وکړه، د هغۀ د پاره يـې مال پۀ تجارت کښې شامل کړو او ټوله ګټه يـې هغۀ له ورکړله۔ دې ته وئيلے شي: ښيګړه کول۔ کاش چې مونږه هم د نورو سره د ښيګړې کولو والا جوړ شو۔ څومره چې رانه کيدے شي نو نورو ته فائده ورسوو او هٰغه کار اختيار کړو پۀ کوم کښې چې د نورو خلقو ډيره فائده وي، مثلاً غريب له مو څۀ پيسې ورکړلې! دا يقيناً چې د هغۀ مدد دے، دا هم د ثواب کار دے خو که الله پاک وَس درکړے وي نو هغۀ له وړوکےشان  کاروبار شروع کړئ ، لږه شان د کرياني سودا ورله  پۀ دکان کښې واچوئ چې د هغۀ د بچو خرچه پرې روانه وي، يقيناً چې پۀ دې کښې د غريب ډيره فائده ده۔ ځکه چې تر څو پورې ممکن وي، نورو ته ډيره فائده رسوئ۔

د مجبورۍ نه فائده مۀ اخلئ!

دلته خلق د نورو د مجبورۍ نه فائده اخلي * که پۀ خپلو خپلوانو کښې څوک غريب دے، خلق د هغۀ د غريبۍ نه فائده اخلي، پۀ کمه تنخوا پۀ هغۀ باندې کار کوي * که څوک غريب پۀ نوکرۍ ولګوي نو د هغۀ د مياشتې د تنخوا نه  پيسې اخلي چې تۀ خو ما پۀ نوکرۍ کړے يـې * که کوم غريب لګ سبق وئيلے وي، خلق د هغۀ د بے علمۍ نه فائده اخلي


 

 



[1]...مناقبِ اِمامِ اِمامِ اعظم، ص:277۔