Book Name:Faizan e Imam e Azam
باندې هم رَشک کوي او د دوئي پۀ وفات باندې به هم رَشک کوي۔ ([1])
د مولیٰ علي رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ يو نصيحت۔۔۔!!
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے زمونږه اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ ، هٰغه اِمامِ د کوم چې مونږه تقليد کوو يعنې د چا پۀ ورکړے شوو فتوو باندې چې مونږه عمل کوو۔ نن سبا د سوشل ميډيا دور دے، د غير مسلمو مختلف سازشونه ډير پۀ تيزۍ سره کار کوي، خلق د علمائے کرامو نه لرې کول، د دِين د اوچتو مرتبو لرونکو هستيانو نه بدګمانه کول هم د دوئي د سازشونو حصه ده، يو عجيبه شان ماحول جوړ شوے، خلق زمونږه د اسلافو، د دِين د اوچتو شخصياتو پۀ باره کښې ډيرې ګډې وډې خبري کوي ۔ د اِمامِ اعظم اِمامِ ابو حنيفه رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ پۀ باره کښې هم بعضې ګستاخيانې کوي۔ دا ډيره سخته خبره ده، پۀ حديثِ پاک کښې دي: څوک چې زمونږه د علماؤ حق اونه پيژني، هغۀ زما د اُمَّت نه نۀ دے۔ پۀ يو روايت کښې يـې فرمائيلي دي: د عالِم حق هُم صرف منافق سپک ګڼي۔
زۀ تاسو ته د مسلمانانو د څلورم خليفه، بابِ مديـنةُ الـعِلم (يعنې د عِلم د ښار د دروازے) مولیٰ علي رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ يو فرمان بيانووم، پۀ کتابونو کښې باقاعده د سند سره ليکلي شوي دي چې يو ځل مولیٰ علي شيرِ خُدا رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ فرمائي: ډير زر به پۀ کوفه کښې يو کَس وي، خلق به هغۀ ته اَبُو حنيفه وائي * هغۀ به پۀ خپل وخت کښې د عِلم والؤ سردار وي * د ټولو ښارونو عالِمان به د هغۀ نه راهنمائي حاصلوي * هغۀ به د عِلم او د حِلم (يعنې قُوّتِ برداشت) خزانه وي * د خپل عِلم پۀ ذريعه به پۀ زرګونو خلق د تباهۍ نه بچ کوي * بعضې خلق به د حسد پۀ وجه هغۀ ته رَدې بَدې وائي او خپل ايمان به خرابوي۔ ([2])