Faizan e Imam e Azam

Book Name:Faizan e Imam e Azam

ويزې ميلاؤ شوې

يو اِسلامي ورور تقريباً د 14 کالو نه پۀ بهر ملک کښې دے چرته چې د هغۀ خپل کاروبار دے، هغۀ ته يو ځل پۀ کارخانه کښې د کار کوونکو ضرورت پيښ شو۔ هغۀ د ويزو د پاره بيا بيا درخواستونه جمع کړل، خو د ډيرو کوششونو باوجود ويزې ميلاؤ نه شوې۔ ډير کلونه داسې تير شول، هغۀ ډير پريشانه وو ځکه چې د ملازمانو د نشتوالي پۀ وجه د هغۀ نقصان کيدو۔ خير هغۀ همت وکړو يو ځل يـې بيا درخواست جمع کړو، پۀ دغه وخت کښې يو اِسلامي ورور هغۀ ته د شجرۀ قادريه عطاريه نه د شجرۀ عَالِيَه د دُعائيه شعرونو لوستلو مشوره ورکړه۔ هغۀ د شجرې شريف دعائيه شعرونه پرله پسې لوستل شروع کړل۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د شجرۀ قادريه رضويه ضيائيه عطاريه لوستو پۀ برکت د هغۀ هٰغه کار کوم چې د تيرو ډيرو کلونو راسې نه کيدو، ډير پۀ حيرانۍ سره پۀ يو څو ورځو کښې وشو او هغۀ ته ويزې ميلاؤ شوې۔

مُشکلیں حَل کر شَہِ مُشکل کُشا کے واسِطے              کر بَلائیں رَد شہیدِ کربَلا کے واسِطے

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                                  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

د ” بهارِ شريعت‘‘ ايپلي کيشن تعارف

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د جديد ټيکنالوجۍ پۀ ذريعه هم پۀ مختلف انداز کښې د نيکۍ د دعوت پۀ عام کولو کښې مصروف دے، پۀ دې لړ کښې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا مختلف موبائل ايپلي کيشنز جاري کړے شوي دي، پۀ کومو کښې چې يو ډير ښکلے، ھانگڑے او فائدہ مند موبائل ايپلي کيشن بهارِ شريعت (Bahar e shariyat) هُم دے: * د صدر الشّريعه، مولانا امجد علي اعظمي رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  د ډير اعلیٰ کتاب بهارِ شريعت درې واړه