Book Name:Faizan e Imam e Azam
کښې خير او برکت راوريږي۔ آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمائيلي دي: شَعْبَانُ الْمُطَہِّرُ وَرَمَضَانُ الْمُکَفِّرُ شعبان پاکوونکې ده او رمضان کفاره ده۔ ([1])
پۀ دې مبارکه مياشت کښې د ښه ډير عبادت کوشش وکړئ۔ د شَعبَانُ الـمُعَظَّم څلور ډير اهم عبادتونه دي، که زيات نۀ وي نو چې کم از کم مونږه د دې څلورو عبادتونو معمول جوړ کړو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي۔
سرکارِ غوثِ اعظم، شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ فرمائي: هو شَہْرُ الصَّلَاۃِ عَلَی النَّبِیِّ يعنې شعبان پۀ جانِ جانان جانِ ايمان صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ باندې د دُرُود لوستلو مياشت ده۔ ([2])
ځکه پۀ دې مبارکه مياشت کښې د دُرُودِ پاک کثرت وکړئ! پۀ حديثِ پاک کښې دي: يو ځل پۀ دُرُود شريف لوستونکي باندې لس رحمتونه نازليږي، د هغۀ لس درجے اوچتيږي د هغۀ د پاره لس نيکۍ ليکلے کيږي د هغۀ لس ګناهونه ورانولے کيږي۔ ([3])
فضول گوئی کی نکلے عادت، ہو دور بے جا ہنسی کی خَصلت
دُرُود پڑھتا رہوں میں ہر دم، اِمامِ اِمامِ اعظم ابو حنیفہ! ([4])
هُم داسې د قرآنِ پاک تلاوت هم د شَعبَانُ الـمُعَظَّم اهم عبادت دے بلکې پۀ بعضې روايتونو کښې د شَعبَانُ الـمُعَظَّم نوم هُم ”شَهرُ القُرآن“ (يعنې د قرآن د تلاوت مياشت) کيښودلے شوے