Faizan e Imam e Azam

Book Name:Faizan e Imam e Azam

د بيان اوريدلو  نيتونه

پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                                  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

د ګاؤنډي خوب او د هغې تعبير

د اِمامِ اعظم اِمام ابو حنيفه رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  يو ګاؤنډي وو، هغۀ ناڅاپه پۀ سفر باندې روان شو او بصرې ته ورسيدلو۔ چې کله واپس راغلو نو اِمامِ اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  د هغۀ خيريت معلوم کړو او پوښتنه يـې وکړه: خيريت دے؟ تاسو د دومره ورځو نه چرته وئ؟ ګاؤنډي ووئيل: پۀ بصره کښې ووم۔ اوئې فرمائيل: عجيبه انسان يـې، بغير د خبرولو نه لاړلې۔ بيا هغۀ بصرې ته د تللو سبب بيان کړو او اوئې وئيل: عالي جاه! د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت وه، ما يو خوب وليدلو، څۀ ګورم چې تاسو پۀ مدينه منوره کښې د نبي کريم صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د روضې مخې ته حاضر يئ، تاسو وړاندې لاړئ، روضه مبارکه مو کولاو کړله، خلقو تاسو ته کتل، چا منع نۀ کړئ، تاسو زما پۀ مخکښې د مدينے د سرکار، د زړونو د قرار صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د قبر مبارک نه يو څو موټې خاوره راواخستله او پوکے مو ورکړلو اخوا ديخوا مو وخرله ۔


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔