Book Name:Faizan e Imam e Azam
ہیں علم و تقوٰی کے آپ سَنْگَم، اِمامِ اعظم ابوحنیفہ! ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ عِلمي شان
حضرت اَزهَر بن کيسان رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ فرمائي: يو ځل زما بخت رابيدار شو، زما پۀ خوب کښې د نبيانو د نبي، رسولِ هاشمي صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ زيارت نصيب شو، شخينِ کريمين يعنې حضرت ابو بکر صِدِّيق او حضرت عمر فاروق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم ورسره وو، ما د حضرت ابو بکر صِدِّيق او حضرت عمر فاروق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ خدمت کښې عرض وکړو: زه د رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ نه څۀ پوښتنه کول غواړم؟ اوئې فرمائيل: پوښتنه وکړه خو اواز کم ساته۔ ما پۀ اَدَب سره پۀ بارګاهِ رسالت کښې عرض وکړو: (يا رسولَ الله صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم !) د ابو حنيفه د عِلم پۀ باره کښې څۀ ارشاد دے؟ اوئې فرمائيل: ہٰذَا عِلْمٌ اِنْفَتَحِ مِنْ عِلْمِ خِضْر يعنې د ابو حنيفه عِلم هغه دے کوم چې د حضرت خضر عَلَیْهِ السَّلَام د عِلم نه راوتے دے۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زمونږه د اِمام، اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ ۔۔۔!! د حضرت خضر عَلَیْهِ السَّلَام عِلم څنګه دے؟ دا هُم واورئ! الله پاک فرمائي:
وَ عَلَّمْنٰهُ مِنْ لَّدُنَّا عِلْمًا(۶۵) (پارہ:15، سورۂ کَہْف:65)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغۀ ته مو خپل عِلمِ لُدُني عطا کړو۔
معلومه شوه چې د حضرت خضر عَلَیْهِ السَّلَام عِلم، عِلمِ لَدُنِّي (يعنې د الله پاک د طرف نه عطا کړے شوے خاص عِلم) دے، ابو حنيفه رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ ته هم د دې عِلم نه حصه ميلاؤ