Faizan e Imam e Azam

Book Name:Faizan e Imam e Azam

توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم ۔

د مور جانې سره نيک سلوک

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  يو بَل ډير ښکلے عادت مبارک وو چې هغوئي به د خپل مور پلار سره ښه سلوک کولو۔ هغوئي مَاشَآءَ اللہ! د خپلې زمانې د ټولو عالمانو سردار وو خو داسې کيږي چې که زوي هر څومره هم لوئي شي نو د مور د پاره خو هُم هٰغه شان ماشوم وي۔ پۀ کتابونو کښې ليکلي دي چې که د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  مور جانې به د څۀ مسئلې پوښتنه کوله نو د خپل شهزاده نه به يـې پوښتنه نۀ کوله بلکې هم هغوئي ته به يـې وئيل: زويه! ما د فلانکي مفتي صاحب خوا له بوځۀ، زۀ ترينه د مسئلې پوښتنه کووم۔

بيا د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  کمال عاجزۍ او ډير د ادب والا انداز ته وګورئ چې هغوئي به خپله مور جانه د مفتي صاحب خوا له بوتلله، د پردې کولو سره به مور جانې د مسئلې پوښتنه کوله، ډير ځل خو به داسې هم کيدل چې مسئله به ګرانه وه، مفتي صاحب له به هم د هغې جواب نۀ ورتللو نو اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  به يو طرف ته شو او پخپله به يـې مفتي صاحب ته جواب بيان کړو چې تاسو مور جانې له داسې جواب ورکړئ! ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  ۔۔۔!! د خپلې زمانې د ټولو نه لوئي عالِمِ دِين دے او د خپلې مور جانې پۀ مخکښې به يـې څنګه ځان څومره نا اشنا کولو۔ دلته خو که بچے درې څلور ډګريانې حاصلې کړي نو هغوئي ته خپل مور پلار بيا جاهلان ښکاري * بابا جانه! تۀ د څۀ نۀ څۀ خبر يـې؟ * تۀ د پخوانۍ زمانې سړے يـې، اوس وخت بدل شوے دے * اوس خو د ټيکنالوجۍ (Technology) زمانه ده، تۀ لا اوس هم پۀ


 

 



[1]... مناقبِ اِمامِ اِمامِ اعظم، ص:213۔