Book Name:Faizan e Imam e Azam
د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ غيبت وکړو نو حضرت عبد الله بن مبارک رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ وفرمائيل: پۀ تا باندې افسوس دے چې تۀ د داسې کَس غيبت کوې چا چې تر 45 کالو پورې پۀ يو اودس پينځه واړه نـمونځونه ادا کړل او پۀ يو رکعت کښې به يـې د قرآنِ پاک ختم فرمائيلو او زما سره چې د فقهې کوم عِلم دے، هغه ټول ما د هغوئي نه حاصل کړے دے۔ ([1]) * اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ به ټوله شپه هُم پۀ يو رکعت کښې د قرآن شريف ختم کولو او د الله پاک د ويرې نه به يـې دومره ژړل چې د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ د ګاؤنډيانو به هم پۀ هغوئي باندې رحم راتللو۔ ([2])
د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ معمول مبارک
حضرت مِسعَر بنِ کِدام رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ فرمائي: زۀ د اِمامِ اعظم ابو حنيفه رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ جومات ته حاضر شوم، وه مې کتل چې د سحر د نـمونځ ادا کولو نه پس اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ خلقو ته ټوله ورځ عِلمِ دِين ښودلو، پۀ دغه وختونو کښې صرف د نـمونځونو وقفې وشوې۔ د ماسخوتن د نـمونځ نه پس اِمامِ اعظم ابو حنيفه رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ خپل کور ته تشريف يوړلو۔ لږ شان وخت پس يـې بيرته پۀ ساده شان جامو کښې واپس تشريف راوړلو او پۀ نفلونو کولو کښې مصروف شو تر دې چې صبحِ صادِق شو، بيا يـې کور ته واپس تشريف يوړلو او جامې يـې بدلې کړې او واپس راغلو او د سحر نـمونځ يـې د جَمعې سره د ادا کولو نه پس د تيرې ورځ پۀ شان بيا د درس او تدريس سلسله جاري وه۔ ما سوچ وکړو چي اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ به ډير ستړے شوے وي، نن شپه خو به ضرور ارام فرمائي، خو پۀ دويمه شپه هم هٰغه معمول وو۔ بيا دريمه ورځ او شپه دغه شان تيره شوله۔ زۀ ډير متاثر شوم