Book Name:Faizan e Imam e Azam
دا دے د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د سيرت سبق۔۔۔!! پۀ اصل کښې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ مونږ ته راښائي چې اے زما غلامانو۔۔۔!! تاسو که هر څومره لوئي شئ! که تاسو هر څومره ډګريانې هم حاصلې کړئ، که هر څومره لوئي افسر جوړ شئ! د دې باوجود د مور پلار ادب او احترام هميشه کول دي. الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي. اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
دلته يوه شرعي مسئله واورئ! * که مور يا پلار په څه لوئي مصيبت کښې ګير وي او زوي ته اواز وکړي، هٰغه وخت که زوي فرض نمونځ هُم کوي نو حکم دا دے چې نمونځ دې مات کړي او د مور پلار په خدمت کښې دې حاضر شي، وروسته دې بيا نمونځ راوګرځوي *که نفل نمونځ کوي او مور پلار ته معلومه نه وي چې هغه نمونځ کوي نو په داسې حالت کښې که ورته معمولي شان اواز هُم وکړي نو حکم دا دے چې نفل نمونځ دې مات کړي او د مور او پلار په خدمت کښې دې حاضر شي. ياد ساتئ چې نفل نمونځ مات کړي نو د هغې قضا راګرځول به واجب وي. ([1])
اعلیٰ حضرت رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ او د مور جانې اَدَب
د خپل وخت ډير لوئي بلکې د ټولو نه لوئي عالِم، مفتي، مُحَدِّث، مُفَسِّر، شاعِر دے څوک؟ زمونږه اِمامِ، نائبِ اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ اعلیٰ حضرت، اِمامِ اهلِسُنَّت اِمامِ احمد رضا خان رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ ۔ يو ځل هغوئي پۀ کور کښې خپل شهزاده ته سبق ښودلو، شهزاده صاحب له سبق نه ورتللو، هغوئي د زدکړې پۀ غرض هغوئي له پۀ ورو شان ډَب ورکړو۔ عموماً د نياګانو د خپلو