Faizan e Imam e Azam

Book Name:Faizan e Imam e Azam

نہایت متقی و پارسا صدیقِ اکبر ہیں                تِقَی ہیں بلکہ شاہِ اَتْقِیَا صدیقِ اکبَرْ ہیں

اَمِیْرُ الْمُؤمِنِیْں ہیں آپ اِمامِ الْمُسْلِمِیْں ہیں آپ       نبی نے جنّتی جن کو کہا صدیقِ اکبر ہیں

سبھی اصحاب سے بڑھ کر مُقَرَّب ذات ہے انکی          رفیقِ سرورِ اَرض و سما صدیقِ اکبر ہیں ([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  د صِدِّيقِ اکبر رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   سيرت خپل آئيډيل جوړ کړو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د هغې فيضان د هغوئي داسې نصيب شو لکه څنګه چې حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   د ټولو خوبيانو والا دے، د هغوئي پۀ برکت اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  هم د ډيرو خوبيانو مالِک شو۔ راځئ چې د هغوئي د پاک سيرت د يو څو اهمو طرفونو د اوريدو سعادت حاصل کړو: 

د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  ښکلے سيرت

د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  خاص شاګرد اِمامِ ابو يوسُف رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  فرمائي: (1): اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  به د حرامو کارونو نه هميشه ځان بچ ساتلو (2): د عِلمِ دین نه علاوه به د خبرو کولو نه ويريدلو (3): ډيره زياته مجاهده (یعنې پۀ نيک کارونو کښې به يـې ډير زيات کوشش) فرمائيلو (4): د دُنیادارو به يـې د هغوئي پۀ مخکښې تعريف نۀ کولو (5): اکثر به خاموش وو (6): پۀ دِيني مسئلو کښې به يـې غور او فِکر کولو (7): ډير ساده او د نرم طبيعت مالِک وو (8): د هغوئي نه چې به چا پوښتنه وکړه نو پۀ قرآن او حديث کښې به يـې د هغې جواب لټولو (9): پۀ طبیعت مبارک کښې يـې لالچ نۀ وو (10): او چې د چا ذِکر به هم کيدلو نو د ښې خبرې نه علاوه به يـې هيڅ نۀ فرمائيل۔ ([2])


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:565-566 ملتقطاً۔

[2]... الخیرات الحسان، الفصل الرابع و العشرون، صفحہ:82 ملتقطًا۔