Faizan e Imam e Azam

Book Name:Faizan e Imam e Azam

او هغۀ دوکه کوي * سُود کوم چې حرام دے، دا مکمل طور د مجبورو نه د فائدې اخستو نوم دے، د چا غريب قرض ته حاجت دے، خلق هغۀ له قرض ورکړي او پۀ هغې باندې منافع اخلي، دې ته سُود وئيلے شي * که څوک پۀ څۀ مسئله کښې وانخلي، د مجبورۍ نه خپل سامان خرڅوي، خلق د هغۀ د مجبورۍ نه فائده اخلي او څيزونه ترينه ارزان اخلي۔ داسې زمونږه پۀ معاشره کښې ډير صورتونه موجود دي چې خلق د نورو د مجبورو نه فائدې اخلي۔ دا ډيره غلطه خبره ده۔

څۀ چې د ځان د پاره خوښوې هغۀ به د نورو د پاره هم خوښوې

  يو حديثِ پاک دے که چرې مونږه دا پۀ خپل ذهن کښې کښينوو او دا پۀ خپل ژوند کښې نافذ کړو نو يقين وکړئ چې ټوله معاشره د سکون او امن نۀ ډکيدے شي۔ زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمائيلي دي: لَا يُؤْمِنُ اَحَدُكُمْ حَتَّى ‌يُحِبَّ ‌لِاَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ يعنې پۀ تاسو کښې څوک هم د هٰغه وخته پورې (کامِل) ايمان والا نشي کيدے تر څو پورې چې د خپل مسلمان ورور د پاره هم هٰغه څيز خوښ نکړي کوم چې د خپل ځان د پاره خوښوي۔

څومره ښکلې قاعده ده۔ دې د پاره مونږ ته د ډيرو معلوماتو ضرورت نشته، بس هُم پۀ خپل ځان باندې غور وکړئ! څۀ چې د ځان د پاره خوښوئ، هغه د نورو د پاره هم خوښوئ! مثلاً که څوک مونږ له دوکه راکړي نو آيا مونږه يـې خوښوو؟ نه۔۔۔!! نو نورو له هم دوکه مۀ ورکوئ! * که څوک مونږ ته کنځل وکړي نو آيا مونږه هغه خوښوو؟ نه۔۔۔!! بس نورو ته هم کنځلې مۀ کوئ! * که څوک مونږ ته دروغ ووائي نو آيا مونږ يـې خوښوو؟ نه۔۔۔!! ځکه نورو ته هم دروغ مۀ وايئ! * که څوک مونږ له تکليف راکړي نو آيا مونږ يـې خوښوو؟ نۀ يـې خوښوو۔ ځکه نورو له هم تکليف مۀ ورکوئ! * که څوک زمونږه د مجبورۍ نه