Book Name:Faizan e Imam e Azam
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زمونږه د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ ، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! هغوئي د سُنَّتو ژوندي کولو والا دے۔ تاسو ته معلومه ده چې د سُنَّت ژوندي کولو والا فضيلت څۀ دے؟ واورئ! * پۀ حديثِ پاک کښې دي: زما سُنَّت ژوندي کولو والابه د قيامت پۀ ورځ د الله پاک د عرش د لاندې وي. ([1]) * پۀ يو حديث شريف کښې يـې فرمائيلي دي: چا چې زما سُنَّت ژوندے کړو، هغۀ زما سره محبت وکړو او چا چې زما سره محبت وکړو، هغۀ به پۀ جنَّت کښې زما سره وي([2]) * پۀ يو بَل حديث شريف کښې دي: چا چې د خلقو د خرابيدلو (يعنې د جهالت او بے علمئ خوريدلو) په دَور کښې زما سُنَّت مضبوطئ سره ونيول، هغۀ ته به د 100 شهيدانو ثواب ميلاؤيږي۔([3])
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه د اِمام، اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ پۀ باره کښې د اِمامِ جعفر صادِق رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ ګواهي موجوده ده چې هغوئي سُنَّت ژوندي کولو والا دے، زمونږه ښه ګمان دے چې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هغوئي به د قيامت پۀ ورځ د الله پاک د عرش د سوري د لاندې وي، پۀ جنَّت کښې به د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د ګاؤند سعادت حاصلوي او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغوئي به د ډيرو شهيدانو ثواب نصيب کيږي۔
کاش چې زمونږه هم توفيق نصيب شي، چې مونږه هم په سُنَّتو عمل کوونکي جوړ شو۔ *عمامه [يعنې پټکے] پۀ سر کول سُنَّت دے، پۀ سر کوئ يـې! *ګيره پريښودل سُنَّت دي، نن او هم د اوس نه يـې پريږدئ! * د سُنَّت مطابق جامې اغوندئ! * [د سُنَّت مطابق]