Faizan e Imam e Azam

Book Name:Faizan e Imam e Azam

﴿5﴾ قُربِ مُصطَفٰے

يوه ورځ يو كس راغلو نو حُضُورِ اَنور صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ هغه د خپل ځان او صِدِّیقِ اکبر
رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ   تر مينځه كښينولو، په دې باندې صَحابَۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم حيران شول چې دا څوك ذِی مَرتبه [يعنې اوچتې مرتبے والا] دے! چې كله هغه لاړو نو سرکار صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ اوفرمائيل: دے چې كله په ما باندې دُرُودِ پاك لوَلي نو داسے ئې لوَلي.[1] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو:

اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ کَمَا تُحِبُّ وَ تَرضٰی لَہٗ

﴿6﴾ دُرُودِ شَفاعت

د شفِيعِ اُمَّت صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمانِ مُعَظَّم دے: څوك چې داسې دُرود شريف اولوَلي، د هغه د پاره به زما شفاعت واجب شي.[2] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو:

اَللّٰہُمَّ صَلِّ عَلٰی مُحَمَّدٍ وَّاَنْزِلْہُ الْمَقْعَدَ الْمُقَرَّبَ عِنْدَکَ یَوْمَ الْقِیَامَۃِ

﴿1 د يو زر ورځو نيكئ:

حضرتِ سَیِّدُنا ابنِ عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا نه رِوايت دے چې سرکارِ مدینه صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ فرمائيلي دي: د دې د لوستونكي د پاره فرښتې د يو زر ورځو پورې نيكئ ليكي.[3] راځئ چې مونږه ئې هُم په شريكه اووائيو:


 

 



[1]… القول البدیع، الباب الاول، ص۱۲۵

[2]… الترغیب والترہیب، کتاب الذکر و الدعاء، ۲/۳۲۹، حدیث:۳۰

[3] مجمع الزوائد، کتاب الادعیۃ، باب فی کیفیۃ الصلاۃ…الخ، ۱۰/۲۵۴، حدیث:۱۷۳۰۵