Book Name:Faizan e Imam e Azam
او ما فيصله وکړه چې ټولو عمر به د دوئي خدمت کووم۔ نو ما هُم د هغوئي پۀ جومات کښې مستقل قيام اختيار کړو۔ ما د خپل قيام پۀ موده کښې چرې هم اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ د ورځې د روژې نيولو نه بغير او د شپې د عبادت او د نفلونو نه غافل نۀ دے ليدلے۔ البته د ماسپښين نه مخکښې به اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ لږ شان ارام فرمائيلو۔ ([1])
30 کاله پرله پسې روژې
منقول دي چې هغوئي پرله پسې 30 کاله روژې ونيولې، تر 30 کالو پورې يـې پۀ يو رَکعَت کښې د قرآنِ پاک ختم کولو، د څلويښتو کالو پورې يـې د ماسخوتن پۀ اودس باندې د سحر نـمونځ ادا کړو، پۀ کوم ځائے کښې چې هغوئي وفات شول پۀ هٰغه ځائے کښې هغوئي 7 زره کرته د قرآنِ کريم ختم وکړو۔ ([2])
ہمارے آقا ہمارے مولیٰ اِمامِ اِمامِ اعظم ابو حنیفہ
ہمارے ملجاء ہمارے ماویٰ اِمامِ اِمامِ اعظم ابو حنیفہ
زمانہ بھر نے زمانہ بھر میں بہت تجسس کیا ولیکن
ملا نہ کوئی اِمامِ تم سا اِمامِ اِمامِ اعظم ابو حنیفہ
نہ کیوں کریں ناز اہل سنت کہ تم سے چمکا نصیبِ امت
سراجِ امت ملا ہو تم سا اِمامِ اِمامِ اعظم ابو حنیفہ
د شَعبَانُ الـمُعَظَّم شريف يو څو عبادتونه
الله پاک دې مونږ ته پۀ کثرت سره د عبادت کولو توفيق راعطا کړي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د شَعبَانُ الـمُعَظَّم مياشت تشريف راوړونکې ده۔ شَعبَانُ الـمُعَظَّم ډيره د عظمت والا مياشت ده، پۀ دې