Book Name:Faizan e Imam e Azam
دي؟ اوئې فرمائيل: د رمضان د تعظيم د پاره د شعبان روژې نيول۔ ([1])
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! پۀ حديثونو مبارکو کښې د نفلي روژو ډير فضائل بيان شوي دي۔ درې روايتونه بيانووم: (1): چا چې د ثواب پۀ اُمّيد يوه نفلي روژه ونيوله الله پاک به هغۀ د دوزخ نه د څلويښتو [40] کالو (پۀ مزل) لرې کړي۔ ([2]) (2): که چا يوه ورځ نفلي روژه ونيوله او د ټولې زمکې سره زر هغۀ له ورکړے شي نو بيا به هم د دې ثواب پوره نه شي د دې ثواب خو به د قيامت پۀ ورځ ميلاؤيږي۔ ([3]) (3): چا چې يوه ورځ نفلي روژه ونيوله الله پاک به هغۀ د دوزخ نه دومره لرې کړي څومره چې د زمکې او د اسمان ترمينځه فاصله ده۔ ([4])
څلورم اهم عبادت کوم چې پۀ شَعبَانُ الـمُعَظَّم کښې کول پکار دي هغه توبه او اِستغفَار دے، پۀ دې کښې حکمت دا دے چې د شَعبَان د مياشت چې څومره عظمت دے، هٰغه همره ډيره نازکه هم ده، پۀ حديثِ پاک کښې دي: دا هٰغه مياشت ده د کومې نه چې خلق غافله دي حالانکې پۀ دې کښې د خلقو اَعمَال د رُبُّ العالـمين پۀ بارګاه کښې وړاندې کولے شي۔ ([5])* پۀ دې مياشت کښې ملک الـموت عَلَیْهِ السَّلَام له د هٰغه ټولو لِسټ ورکولے