Book Name:Faizan e Imam e Azam
فائده واخلي نو آيا دا خبره مونږه خوښوو؟ نۀ يـې خوښوو، ځکه د نورو د مجبورۍ نه هم فائده مۀ اخلئ! * که مونږه بازار ته لاړ شو او دکاندار مونږ له د کم قيمت څيز پۀ ډيرو پيسو راکړي، خراب څيز راته د ښه او اعلیٰ معيار ښکاره کړي او را يـې کړي نو آيا مونږه به يـې د ځان د پاره خوښوو؟ هيڅکله يـې هم نۀ خوښوو۔ ځکه د نورو سره هم داسې مۀ کوئ! بس داسې سوچ کوئ، چې د ځان د پاره څۀ خوښوئ، هم هٰغه د نورو د پاره هُم خوښوئ، څۀ چې د ځان د پاره نۀ خوښوئ هغه د نورو د پاره هم مۀ خوښوئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کامِل مؤمِن به جوړ شئ۔
د پيسو واپس کولو د پاره مدينے منورې ته ورسيدلو
پۀ دې باره کښې د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ يوه ښکلې واقعه واورئ! يو کَس وو، د مدينے منوري اوسيدونکے وو، د هغۀ يو خاص قِسمه کپړو ته ضرورت شو۔ هغۀ هٰغه کپړه ولټوله خو چرته ورته ميلاؤ نۀ شوه، بيا هغۀ ته معلومه شوه چې دا کپړه صرف د اِمامِ ابو حنيفه رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ سره ميلاؤيدے شي۔ نو هغۀ د کپړو اخستو د پاره کوفې ته ورسيدلو۔ د اِمامِ اعظم، اِمامِ ابو حنيفه رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ دکان ته راغلو، هٰغه وخت اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ پۀ دکان کښي موجود نۀ وو، شاګرد ورته کپړه وښودله، د هٰغه کَس کپړې ته ضرورت وو او کپړه د هغۀ خوښه شوې هم وه، بيا شاګرد څۀ وکړل چې هٰغه کپړه د کومې قيمت چې 400 درهمه وو، شاګرد پرې پۀ زر [1000] درهمه خرڅه کړله۔ هٰغه کَس هم پۀ خوشحالۍ خوشحالۍ واخستله۔
د دې واقعې ډيرې ورځې تيرې شوې۔ ډيرې ورځې پس اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ د شاګرد نه هٰغه کپړه وغوښتله، هغۀ ووئيل چې هغه خو ما پۀ 1000 درهمه خرڅه کړې وه۔ بس دا اوريدل وو چې اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ شاګرد ته غصه شو چې تۀ دوکه کوې، ډير قيمت اخلې، لهذاتۀ زما پۀ دکان کښي کار نشې کولے۔ دا يـې ووئيل او هغوئي شاګرد د کار نه فارغ