Book Name:Faizan e Imam e Azam
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ کردار او د صِدِّيقِ اکبر رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ فيضان
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ډير ښکلے حديثِ پاک دے، فرمائي: اَصْحَابِي كَالنُّجُومِ بِاَيِّهِمْ اِقْتَدَيْتُمُ اِهْتَدَيْتُمْ زما صحابه د ستورو پۀ شان دي، تاسو چې پۀ دوئي کښې د چا پيروي هم وکړئ، هدايت به بيامومئ۔([1])
د مسلمانانو وړومبے خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ د ټولو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْہُم نه افضل دے، هغوئي د دواړو جهانو د آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د پاک مزاج نه ډير خبر وو، نو اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ د رسول الله صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ پۀ حديث باندې داسې عمل وکړو چې حضرت صِدِّيقِ اکبر رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ يـې خپل آئيډل جوړ کړو، د هغوئي دا معمول مبارک وو چې د خپل ژوند پۀ هره معامله کښې به يـې د صِدِّيقِ اکبر رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ د سيرت نه راهنمائي حاصلوله۔ ([2])
هر صحابيِ نبي! جَنَّتي جَنَّتي ټولې صحابِياتې هُم! جَنَّتي جَنَّتي
څلور ياران د نبي! جَنَّتي جَنَّتي حضرتِ صديق هُم جَنَّتي جَنَّتي
او عُمر فاروق هُم جَنَّتي جَنَّتي عُثمانِ غني جَنَّتي جَنَّتي
فاطِمه او علي جَنَّتي جَنَّتي دي حسن حُسين هُم جَنَّتي جَنَّتي
والدين د نبي جَنَّتي جَنَّتي هره زَوجۀِ نبي جَنَّتي جَنَّتي
او ابُو سُفيان هُم جَنَّتي جَنَّتي دے مُعاوِيه هُم جَنَّتي جَنَّتي