Faizan e Imam e Azam

Book Name:Faizan e Imam e Azam

د هر نـمونځ نه پس دُعا کوئ!

علّامه خطيب تَبرِيزي رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  ليکلي دي: آئمهِ زُهد (يعنې د تصوف او د طريقت اِمامان) فرمائي: پۀ اهلِ اِسلام باندې لازم دي چې د خپلو نـمونځونو نه پس د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  د پاره دُعاګانې کوي ځکه چې اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْہم هم هٰغه عظيمه هستي ده چا چې د اُمَّت خير خواهي کړې ده او د سُنَّت او د عِلمِ فقه حفاظت يـې فرمائيلے دے۔ ([1])

اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  تابعي دے

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! زمونږه اِمام، اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  تابعي دے يعنې هغوئي * د حضرت اَنَس بن مالِک * حضرت عبد الله زُبيدي * حضرت جابِر بن عبد الله * حضرت مَعقَل بن يَسَار رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم وغيره صحابۀ کرامو زيارت هم کړے دے او پۀ هغوئي کښې يـې د يو څو نه حديثونه هم اوريدلي دي۔ ([2]) او د تابعي څومره ښکلے شان دے؟ د قرآن آيت واورئ! الله پاک فرمائي:

وَ مَا کَانَ لِنَفۡسٍ اَنۡ تُؤۡمِنَ اِلَّا بِاِذۡنِ اللّٰہِ ؕ وَ یَجۡعَلُ الرِّجۡسَ عَلَی الَّذِیۡنَ لَا یَعۡقِلُوۡنَ (۱۰۰)

    (پارہ:11، سورۂ توبہ:100)

 ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او نور هٰغه کوم چې د نيکۍ سره د هغوئي تابعداري کوونکي دي د هغوئي ټولو نه الله راضي شو او هغوئي د الله نه راضي دي او هغۀ د هغوئي د پاره باغونه تيار کړي دي د کومو لاندې چې نهرونه بهيږي هميشه هميشه به پۀ هغې کښې اوسيږي، هُم دا لويه کاميابي ده۔

د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  د دې


 

 



[1]... الخیرات الحسان، الفصل الثالث عشر، صفحہ:46۔

[2]... تبیض الصحیفہ بمناقب ابی حنیفہ، ذکر من ادرکہ من الصحابہ، صفحہ:33 ملتقطًا۔