Book Name:Faizan e Imam e Azam
اِمامِ اعظم ابو حنيفه رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ ډير سخي وو، د هغوئي عادت مبارک وو چې * څومره مال چې به يـې پۀ خپل بال بچ باندې لګولو، هم هٰغه همره به يـې صدقه کولو * چې کله به يـې نوې جامې اغوستلې نو د هٰغه همره قيمت کپړه به يـې عالـمانو له هم اخستله * چې کله به هغوئي ته ډوډۍ کيښودلے شوه نو چې څومره به يـې پخپله خوړله، هُم هٰغه همره به يـې پۀ کوم غريب هُم خوړله۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ عادت مبارک وو چې د خلقو سره به يـې ښيګړه کوله، يو ځل يو کَس د هغوئي پۀ خدمت کښې حاضر شو، عرض يـې وکړو: عالي جاه! ما ته د بهترينو کپړو ضرورت دے، پۀ ما باندې احسان وکړئ! اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ ورته وفرمائيل: ټيک ده، تاسو دوه هفتې پس راشئ۔ هٰغه کَس دوه هفتې پس بيا حاضر شو، اوئې فرمائيل: سبا راشئ۔ نو هغۀ لاړو او پۀ بله ورځ بيا حاضر شو، هغوئي هٰغه کَس له بهترينې کپړې او څۀ نعدي پيسي ورکړي، هغۀ کپړې خو قبولې کړې خو د نعدو پيسو اخستو نه يـې انکار وکړو، هغوئي وفرمائيل: ما د خپل تجارت پۀ مال کښې ستاسو د نوم څۀ مال شامل کړے وو، د هغې چې کومه ګټه ميلاؤ شوه، پۀ هغې باندې مې ستا کپړې واخستلې، دا رقم پکښې پاتې شو، اوس دا هم ستاسو دے۔ دا يـې چې واوريدل نو هغۀ پيسي او کپړې واخستلې او پۀ خوشحالۍ خوشحالۍ او پۀ دعاګانو کولو واپس لاړو۔