Faizan e Imam e Azam

Book Name:Faizan e Imam e Azam

نمسو سره ډيره مينه وي، نو چې کله اعلیٰ حضرت رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  خپل شهزاده له ډَب ورکړو نو مور جانه يعنې د شهزاده نيا صاحبه رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  ا ورسره هُم پۀ خوا کښې وه، هغې اعلیٰ حضرت رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  له پۀ ملا باندې يو پړق ورکړو او اوئې فرمائيل: زما نمسے ولې وهې۔

اوس که دا زمونږ پۀ شان څوک وے نو غصه کيدے به، کيدے شي چې درې څلور ورځې به يې د مور سره خبرې هم نۀ کولے خو دا اعلیٰ حضرت رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  وو، د هغوئي د عِلم نُور نصيب شوے وو، نو هغوئي د مور جانې ادب وکړو او ودريدلو، لاس يـې پۀ نامه کيښودلو او پۀ ادب سره يـې عرض وکړو: مور جانې! ما لږ نور هم ووهئ۔۔۔!!

سُبْحٰنَ اللہ! دا د مور پلار ادب دے۔ د چا چې د عِلم نُور نصيب شي، هغوئي د خپل مور پلار هُم داسې ادب کوي۔ الله پاک دې مونږ ته هم د مور پلار د ادب او احترام کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم ۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                                  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

ټوله ټوله شپه عبادت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  ډير لوئي عالِم هم وو، هغوئي به ټوله ورځ پۀ عِلم دِين زده کولو او ښودلو کښې مصروف وو، يقيناً چې دا هُم عبادت دے، د دې سره سره به هغوئي ټوله ټوله شپه عبادت هم کولو۔ علّامه اِبنِ حجر هَيتَمِي شافعي  رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  ليکلي دي: د اِمامِ اعظم ابو حنيفه رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  ټوله شپه عبادت کول او تهجد کول پۀ تواتر سره ثابت دي چې هغوئي به تر ديرشو کالو پورې پۀ يو رکعت کښې پوره قرآن لوستلو او اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  تر څلويښتو کالو پورې د ماسخوتن پۀ اوداسه باندې د سحر نـمونځ ادا کړو۔ ([1]* يو ځل د حضرت عبد الله بن مبارک رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  پۀ مخکښې يو کَس


 

 



[1]... الخیرات الحسان، الفصل الرابع عشر، صفحہ:50 ملتقطًا۔