Faizan e Imam e Azam

Book Name:Faizan e Imam e Azam

عِلم رڼا هم ستاسو نه اخلي، تاسو هٰغه عظيم الشان يئ چې د اُمَّت لوئي لوئي اِمامِانو تاسو اِمامِ منلي يئ، ځکه ټول جهان ستاسو ادب کوي۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                                                صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

د  اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  مختصر تعارف

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! سِراجُ الاُمَّه (يعنې د اُمَّت روښانه نـمر)، اِمام الاَئِمَّه (يعنې د اِمامانو د اِمام) حضرت  اِمامِ اعظم ابو حنيفه رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  * مبارک نوم نعمان، * د هغوئي د والد صاحب نوم: ثابِت او * کُنيت: ابو حنيفه دے، داسې د هغوئي پوره نوم: ابو حنيفه نعمان بن ثابت دے۔ اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  پۀ 70 هجرۍ کښې د عراق پۀ مشهور ښار کوفه کښې دنيا ته تشريف راوړلو او د 80 کالو پۀ عمر کښې پۀ دويم شَعبَانُ الـمُعَظَّم 150 هجرۍ کښې يـې د دې فاني دُنيا نه سفر وکړو۔ د هغوئي مزار مبارک پۀ بغداد شريف کښې دے۔ ([1])

اميرِ اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اِمامِ اعظم رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  شان بيان کړے دے او ليکلي يـې دي:

ہو نائبِ سرورِ دو عالم،  اِمامِ اعظم ابوحنیفہ!                        سراجِ اُمّت فقیہِ اَفخم،  اِمامِ اعظم ابو حنیفہ!

ہے نام نُعمان ابنِ ثابِت، ابو حنیفہ ہے ان کی کنیت                 پکارتا ہے یہ کہہ کے عالم،     اِمامِ اعظم   ابوحنیفہ! ([2])

وضاحت: اِمامِ اعظم اِمامِ ابو حنيفه رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  پۀ علم او حکمت کښې د رسول الله صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ نائب دے، د اُمَّت د پاره روښانه نـمر دے، ډير ماهر مفتي او عالِمِ دِين دے۔

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                                  صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... تاریخِ بغداد، جلد:13، صفحہ:331، اشکوں کی برسات، صفحہ:2 ملتقطًا۔

[2]... وسائل بخشش، صفحہ:573۔