Faizan e Imam e Azam

Book Name:Faizan e Imam e Azam

دا خوب مې چې وليدلو نو زۀ ډير ويريدم، نو بصرې ته د اِمامِ اِبنِ سِيرِين رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  نه د تعبير پوښتلو د پاره تلے ووم۔ بيا هٰغه ګاؤنډي تعبير بيان کړو، اوئې وئيل: اِمامِ اِبنِ سِيرين رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  ما له تسلي راکړله او اوئې وئيل: اے د خُدائے بنده۔۔۔! تا چې د چا پۀ باره کښې دا خوب ليدلے دے، هغۀ ډير عظيم شخصيت دے۔ بيا هغوئي پوښتنه وکړه: آيا داسې کوونکے کَس عالِم دے؟ ما عرض وکړو: آؤ جي! پۀ دې باندې اِمامِ اِبنِ سِيرين رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  وفرمائيل: تا چې د کوم کَس پۀ باره کښې خوب ليدلے دے، هغۀ به د خوږ مصطفٰے            صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د علومو وارث وي، عِلمِ دِين به دومره خور کړي چې جهان به روښانه شي، د هغۀ شهرت به پۀ مشرق او پۀ مغرب کښې خور شي او کوم کوم طرف ته چې هغۀ د نوراني مزار خاوره الوځولې ده، د هٰغه طرفونو ټولې علاقې به د عِلمِ دِين پۀ نُور باندې روښانه شي۔

اِمامِ اعظم، اِمامِ ابو حنيفه رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  چې د ځان پۀ باره کښې دا خوب او د دې ايمان تازه کوونکے تعبير واوريدلو نو د شُکر جذبه يـې پۀ زړۀ کښې راغله او د هغوئي پۀ مخ باندې د خوشحالۍ آثار ښکاره شول۔ ([1])

سِپِہْرِ علم و عمل کے سورج تم ہی ہو سب ہیں تمہارے تارے

تمہی سے چمکا ہے جو بھی چمکا،  اِمامِ اعظم ابو حنیفہ!

تمہارے آگے تمام عالَم نہ کیوں کرے زانوئے ادب خَم

کہ پیشوایانِ دین نے مانا،  اِمامِ اعظم ابو حنیفہ! ([2])

وضاحت: اے خوږه اِمامِ اعظمه رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ  ! تاسو د عِلم او د عمل د اسمان نمر يئ، د اُمَّت باقي  نور لوئي لوئي عالمان ستاسو نه رڼا اخستونکي ستوري دي، ستاسو نه پس اُمَّت د


 

 



[1]... مناقب اِمامِ اِمامِ اعظم، ص:242۔

[2]... دیوان سالک، صفحه :95۔