Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

دوئي ډير د کنجوسۍ نه پس حاصل کړو او د دې د جمع کولو پۀ وجه د دوئي سره حسد کولے شي۔ سوچ وکړئ چې خاورو او شګو د دوئي د بدنونو سره څۀ وکړل؟ د قبر چينجو د دوئي د هډوکو نه څۀ جوړ کړل؟ دوئي به پۀ دنيا کښې پۀ خوشحالۍ او سکون سره اوسيدل، پۀ نرمو بسترو به سملاستل، نوکرانو به د دوئي خدمت کولو، کور والؤ به د دوئي عزت او ګاونډيانو به د دوئي ملاتړ کولو۔ که تاسو دوئي ته غږ کولے شۍ نو ضرور دوئي ته غږ وکړئ او که دوئي رابللے شۍ نو ضرور يـې راوبلئ۔ د دې مَړو د لښکر پۀ خوا چې تاسو تيريږۍ نو پۀ کومو کورونو کښې چې به دوئي پۀ عيش او عشرت سره اوسيدل د هغې ګير چاپيره نظر وکړئ۔ د دې د مالدارانو نه پوښتنه وکړئ چې ستاسو سره څومره مال پاتې دے؟ د دې د غريبانانو نه پوښتنه وکړئ چې ستاسو فقر [يعنې غريبي] څومره پاتې ده؟ د دوئي نه د دوئي د ژبو پۀ باره کښې پوښتنه وکړئ پۀ کومو چې به دوئي خبرې کولې، د دوئي د سترګو پۀ باره کښې پوښتنه وکړئ پۀ کومو چې به يـې بد نظري کوله۔ د دوئي نه پوښتنه وکړئ چې د نرۍ څرمنې، ښکلي مخ، د نرم او نازک بدن سره چينجو څۀ سلوک وکړو؟ چينجو د هغوئي رنګونه ختم کړل، غوښه يـې وخوړله، مخونه يـې خاورې کړل، ښائست يـې ختم کړو، د ملا تير يـې مات کړو او بدن يـې ټوټې ټوټې کړو او جوړونه يـې ذرې ذرې کړل۔ د دوئي نه پوښتنه وکړئ چې ستاسو خيمې او زنانه چرته لاړې؟ خدمت کوونکي چرته لاړل؟ غلامان چرته لاړل؟ جمع شوے مال او خزانې چرته لاړې؟ پۀ الله پاک مې دې قسم وي چې دوئي د قبر د پاره هيڅ تياري ونکړه، څۀ ملاتړ يـې جوړ نکړو، د نيکۍ ونه يـې هم ناله نکړه، د قبر د سکون د پاره يـې هيڅ اونه ليږل۔ آيا اوس دوئي يواځې او پۀ شاړو کښې نۀ دي پراتۀ؟ آيا اوس د دوئي د پاره شپه او ورځ برابر نۀ دي؟ آيا اوس دوئي پۀ تيارو کښې نۀ دي؟ آؤ! اوس د دوئي او د دوئي د عمل پۀ مينځ