Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

کښې خنډ [يعنې رکاوټ] جوړ کړے شوے دے او د خپلو خپلوانو نه دوئي جدا شوي دي۔ د څومره خوشحاله نارينوو او زنانوو حالت بدل شو، د دوئي مخونه خاورې شول، د دوئي بدن د دوئي د څټونو نه جدا شول، د دوئي جوړونه بيل بيل شول، د دوئي سترګې پۀ مخونو را اوبهيدلے، خُلې يـې د وينې او نوونو نه ډکې شوې، د دوئي پۀ بدنونو کښې حشرات الارض (چينجي وغيره) ګرځي، اندامونه يـې خوارۀ وارۀ جدا شول، پۀ الله پاک باندې مې دې قَسم وي! پۀ لږه موده کښې د دوئي هډوکي خراب شول، باغونه ترې پاتې شول، د فراختيا نه پس دوئي تنګ ځائے ته پريوتل، د دوئي کونډو ښځو نورې نکاح ګانې وکړې، اولاد يـې پۀ کوڅو کښې در پۀ در دے، خپلوانو د دوئي کورونه او ميراث تقسيم کړو۔ پۀ خدائے مې دې قسم وي! پۀ دوئي کښې بعضے هٰغه خوش قسمته دي د کومو قبرونه چې فراخه، ښکلي او تازه دي او هغوئي پۀ قبرونو کښې مزې کوي۔ اے سبا قبر ته ورتلونکي انسانه! تۀ د دنيا کوم څيز پۀ دوکه کښې وساتلې؟ آيا تۀ دا ګڼې چې تۀ به هميشه ژوندے يـې يا دا دنيا به ستا د پاره هميشه باقي وي؟ ستا فراخه کور او ستا جاري شوے نهر چرته لاړو؟ ستا پخې ميوې څۀ شوې؟ ستا نرۍ جامې، خوشبوئي او اغوستنه چرته ده؟ ستا د ګرمۍ او د يخنۍ د جامو څۀ وشول؟ آيا تا وفات کيدونکے اونه ليدلو کله چې هغۀ له مرګ راځي نو هغۀ د ځان نه ويره نشي لرې کولے، پۀ خوله کښې ډوب وي، د تندي نه تړتقي وهي  او د مرګ د سختې او تکليف پۀ وجه ډډې پۀ ډډې اوړي۔ د رَبّ د بارګاه نه حکم راغلے دے، د قسمت نۀ بدليدونکې فيصله شوې ده او هٰغه حکم راغلے دے د کوم نه چې تۀ نه شې بچ کيدے۔ (بيا يـې خپل ځان ته ووئيل) افسوس ډير افسوس! اے د پلار، ورور او زوي سترګو پټولو او دوئي ته غسل ورکونکيه! اے مَړي له کفن ورکونکيه او د هغۀ اوچتوونکيه! اے پۀ قبر کښې يواځې پريښودونکيه او واپس