Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

د دُنيا نه بے رغبته کول کوي او اخرت رايادوي۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! * د مسلمان قبر له تلل سُنَّتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي او د اوليائے کرامو او شهيدانو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم مزارنو ته حاضري سعادت دے او دوئي ته ايصالِ ثواب کول مَندُوب (يعنې خوښ) او د ثواب کار دے۔ ([2]) * پۀ هديره کښې داسې ودريږئ چې د قبلې طرف ته شا او د قبرونو والؤ د مخونو طرف ته مخ وي، د دې نه پس پۀ حديثِ پاک کښې د بيان کړے شوې طريقې مطابق داسې سلام وکړئ: اَلسَّلامُ عَلَیْکُمْ یَا اَھْلَ الْقُبُوْرِ یَغْفِرُ اللہُ لَنَا وَلَکُمْ اَنْتُمْ سَلَفُنَا وَنَحْنُ بِالْاَثَر يعنې اے قبر والؤ! پۀ تاسو باندې دې سلام وي، الله پاک دې مونږه او تاسو اوبخښي، تاسو زمونږ نه مخکښې راغلۍ او مونږ پۀ تاسو پسې وروستو در روان يو۔ ([3]) * هديرې ته چې داخل شئ نو دا دُعا لولئ: اَللّٰھُمَّ رَبَّ الْاَجْسَادِ الْبَالِیَۃِ وَالْعِظَامِ النَّخِرَۃِ الَّتِیْ خَرَجَتْ مِنَ الدُّنْیَا وَھِیَ بِکَ مُؤْمِنَۃٌ اَدْخِلْ عَلَیْھَا رَوْحًا مِّنْ عِنْدِکَ وَسَلامًا مِّنِّی (ترجمه: اے الله! د خرابيدونکو بدنونو او د وراستو هډوکو رَبَّه! څوک چې د دُنيا نه د ايمان پۀ حالت کښې رخصت شول تۀ پۀ هغوئي باندې خپل رحمت نازل کړې او هغوئي ته زما سلام وَرَسَوې۔)

پۀ شَرحُ الصُّدُور کښې دي: څوک چې هديرې ته داخل شي او دا ولولي، نو د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام  نه واخله تر د دُعا لوستلو وخته پورې چې څومره مسلمانان وفات شوي دي ټول به د دُعا کوونکي د پاره د بخښنې دُعاګانې کوي۔ ([4])  * که د قبر پۀ خوا کښې کښيناستل غواړئ نو د قبر والا د مرتبې خيال وساتئ او پۀ ادب سره کښينئ * د قبرونو د


 

 



[1]... ابن ماجہ ،کتاب جنائز ،  باب ماجاء فی زیارۃ القبور، صفحہ: 252، حدیث:1571۔

[2]... فتاوٰی رضویہ ، جلد: 9، صفحہ: 532۔

[3]... تِرمِذی، کتاب :جنائز،  صفحہ: 275 حدیث 1053۔

[4]... شَرْحُ الصُّدُور، الباب الثامن و الثلاثون...الخ،  صفحہ:160۔