Book Name:Kar Saman Chalne Ka
زيارت د پاره څلور ورځې بهترې دي: ګل، زيارت، جُمعه، خالي ([1]) * د جُمعې پۀ ورځ د سحر د نـمونځ نه پس د قبرونو زيارت افضل دے ([2]) * د شپې هديرې ته يواځې تلل نه دي پکار ([3]) * د برکت والا شپو خصوصاً پۀ شَبِ بَرَاءَت کښې د قبرونو زيارت افضل دے ([4]) * هُم دغه شان د برکت والا ورځو مثلاً وړوکے اختر، غټ اختر، لسم محرم، د ذُو الحجې پۀ وړومبو لسو ورځو کښې د قبرونو زيارت افضل دے ([5]) * د قبر د پاسه ” ګر باتئ“ مۀ لګوئ ولي چي پۀ دې کښې بے ادبي او بد فالي ده، آؤ که چرې (حاضريدونکو ته) د خوشبو (رسولو) د پاره يـې (لګول غواړئ نو) د قبر سره خوا کښې که خالي ځائے وي نو هلته يـې ولګوئ چې خوشبو رَسَوَل خوښ عمل دے ([6]) * د قبر پۀ خوا کښې ډيوه يا بَله شمع وغيره مۀ ږدئ، خو که ستاسو سره ”چارجر“ ټارچ يا ټارچ والا موبائل فون نۀ وي، سرکاري رڼاګانې هم نۀ وي يا د خلقو او د شپې پۀ تيارۀ کښې د تلونکو يا د قرآنِ کريم د لوستلو د پاره رڼا مقصد وي نو د قبر پۀ خوا کښې پۀ خالي زمکه باندې شمع يا ډيوه کيښودے شئ، خو چې هغه خالي ځائے داسې نۀ وي چرته چې مخکښې قبر وو او اوس وران شوے وي۔ ([7])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر
[1]... عا لمگیری، کتاب الکراہیۃ، الباب السادس عشر فی زیارۃ القبور...الخ، جلد:5، صفحہ:430۔
[2]... فتاوٰی رضویہ، جلد: 9، صفحہ: 523۔
[3]... فتاوٰی رضویہ، جلد: 9، صفحہ: 523۔
[4]... عا لمگیری، کتاب الکراہیۃ، الباب السادس عشر فی زیارۃ القبور...الخ، جلد:5، صفحہ:430۔
[5]... عا لمگیری، کتاب الکراہیۃ، الباب السادس عشر فی زیارۃ القبور...الخ، جلد:5، صفحہ:430۔
[6]... فتاوٰی رضویہ، جلد: 9 صفحہ: 525-483 ملخصاً۔
[7]... قبر والوں کی 25 حکایات، صفحہ:47۔