Book Name:Safar e Meraj aur Pyari Namaz

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قرآن د آيتونو او مبارکو حديثونو نه معلومه شوه چې په انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام باندې صِرف د لږې لحظې د پاره مرګ راځي، بيا دوئي ته هغه د دنيا، په شان ژوند عطا کړے شي.

تُو زِندہ ہے وَاللہ تُو زِندہ ہے وَاللہ         مِرے چَشْمِ عالَم سے چُھپ جانے والے([1])

د اَذان او اِقامت سره لـمونځونه ادا کوي

      حضرت علّامه عبدُ الوّهّاب شَعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د مدينے سرکار، د زړونو قرار
 صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  په خپل د نُور نه ډَک مزار کښې ژوندے دے او د اَذان او اِقامت سره لـمونځ ادا کوي، هم دغه شان نور انبيائے کرام عَلَیْهِمُ السَّلَام هم لـمونځونه ادا کوي. ([2])

په 63 سن هجرئ کښې چې کله ظالـمانو يزيديانو په مدينه منوره باندې حمله اوکړه، د 700 صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان سره نور عام د لسو زرو نه زيات مسلمانان شهيدان کړے شول. د مسجدِ نبوي شريف بے حُرمتي اوکړے شوه، تر دريو ورځو پورې په جُمات مبارک کښې خلقو لـمونځ اونکړے شو. په دې موقع باندې مشهور تابعي بُزُرګ حضرت سَعيد بن مُسَيّب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په مسجدِ نبوي شريف کښې حاضر وو، هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: په دغه ورځو کښې به مې د نبئ اکرم، نورِمُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قبر مبارک نه د اَذان او اِقامت آواز اوريدلو او هُم په هغې به مې لـمونځونه ادا کول. ([3])

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زمونږه د آقا او مولا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې د لـمونځ په وخت د قبر مبارک نه آواز راځي [الله پاک ئې چا ته چې اوغواړي هغه ته ئې اوروي] او دا آواز


 

 



[1]... حدائق بخشش:158۔

[2]... کشف الغمہ، کتاب النکاح، جز ثانی، صفحہ:63  ۔

[3]... دَلَائِلُ النبوۃلابی نُعیم، فصل ثامن و عشرون ما وقع من الآیات، جز:2، صفحہ: 337   ۔